د ناټو سر منشي افغانستان ته ګډ تللې یو ګډ به راځو

روهي ( جمعه / ۱۸ د تلې)، د ناټو سر منشي پرون پنجشنبه د ټرمپ د هغه څرګندونو په ځواب کې ویلې، چې ویلې یې و تر راتلونکي کرسمس ټول ځواکونه له افغانستان اوباسي، ین ستولتنبرګ وايي، امریکا باید له افغانستان د خپلو ځواکونو د وتلو په تړاو له دې تړون سره سلا وکړي.

نوموړي په برسلز کې کې خبریالانو ته دا خبرې وروسته له هغه کړي دي  چې ولسمشر ټرمپ پرون په یو ټوېټ پیغام کې وویل، له راتلونکي کریسمېس مخکې به له افغانستان ځواکونه وباسي.

د ناټو سرمنشي د ټرمپ ددې پریکړې په ځواب کې ویلې، چې افغانستان ته د تګ پرېکړه په ګډه شوې او د راتلونکو بدلونونو په هکله به هم پرېکړه په ګډه کوي:"کله چې مناسب وخت راشي، په ګډه به راوځو، دا په اوږدو کلونو کې د ناټو د غړو هېوادونو پیغام و او همدا به مو پیغام وي."

د ین ستولتنبرګ په اند، په افغانستان کې د ځواکونو شتوالی او اوږد مهالی امنیت د ناټو د غړو هېوادونو په ګټه دی.