د ایران د نامتو سندرغاړي محمد رضا شجریان مرګ ته غبرګونونه دوام لري

روهي ( جمعه/۱۸ د تلې)، د ایران نامتو سندغاړی محمد رضا شجریان پرون د اتیا کلنۍ په عمر د تهران په یوه روغتون کې ساه ورکړه، چې وروسته د هغه د پلویانو لوی شمېر روغتون ته نږدې راټول شول.

محمد رضا شجرین د ایران د دودیزې موسیقۍ غوره ماسټر و او په ۱۳۸۸ کې چې کله ایران د سیاسي ګډوډیو شاهد و، هغه د حکومت ضد لاریون کونکو ملاتړ وکړ.

نوموړي د خپلو سندرو او ټولنیزو کړو وړو په واسطه د ایراني ټولنې سربېره د نړۍ په ګڼو هېوادونو کې مینوال درلودل.