ملي دفاع وزارت: ځواکونو یې په کابل د توغنديزو بریدونو مخه نیولې ده

روهي( جمعه/ ۱۸ د تلې)، د ملي دفاع وزارت په یو بیان کې چې نن یې خپور کړی ویلې، چې د پوځ ځواکونو یې د کابل په قره باغ ولسوالۍ کې د یو کرولا موټر سره اته توغندي ترلاسه کړې دي.

د دفاع وزارت د خبر پاڼې په وینا، چې دغه توغندي کابل ته وړل کیدل او هلته د برید پلان ورته نیول شوی و.

امنیتي ځواکونه داسې مهال په کابل کې د ځینو وسله والو ډلو د فعالیتونو د مخنیوي په تړاو معلومات خپروي چې په وروستیو کې د کابل امنیت په تړاو ګڼې اندېښنې موجودې دي.