عبدالله عبدالله وايي د امریکايي ځواکونو وتل بې وخته دي

روهي( جمعه/ ۱۸ د تلې)، ډاکټر عبدالله عبدالله ویلې، له افغانستان د امریکایي ځواکونو وتل به بدې پایلې ولري، د مصالحې شورا مشر د امریکايي ځواکونو وتل په ځینو ځانګړو شرایطو پورې تړلې او له وخت مخکې وتل یې د سیمې او ددې هېواد ثبات لپاره خطرناک بللې دي. 

عبدالله تېره ورځ نوي ډيلي کې یو څېړنیز مرکز ته د وینا پر مهال وویل، القاعده او ځینې نورې ترهګرې ډلې لا هم سیمه کې فعالې دي او افغانستان او ګاونډیانو ته یې ګواښ پېښولی شي. 

نوموړي د امریکایي ځواکونو د ایستلو په اړه د ډونالډ ټرمپ ټویټ ته په اشارې وویل، تر هغې چې دا ترهګرې شبکې ځپل شوې نه وي، له افغانستان د نړیوالو ځواکونو وتل منفي پایلې درلودلی شي.

، افغان حکومت خبر دی چې تر نومبر میاشتې به یو شمېر امریکایي ځواکونه له افغانستان ووځي، خو نوموړي ټینګار وکړ چې په اوږدمهال کې د افغانستان او ګاونډیانو مسوولیت دی چې په سیمه کې سوله او ثبات ټینګ کړي