د سولې په چارو کې د دولت وزارت لخوا د هېواد له بېلابېلو قشرونو سره د سولې انلاین غونډه

روهي(پنځه نۍ/۱۷ د تلې)، د سولې په چارو کې د دولت وزارت د ټولنې له بېلابېلو پاړکو سره د افغانستان اسلامي جمهوریت د مذاکره‌کوونکي پلاوي مشورتي ناسته په آنلاین ډول جوړه کړه.

په دې ناسته کې د سولې په چارو کې د دولت وزیر او د افغانستان اسلامي جمهوریت د مذاکره‌کوونکي پلاوي غړو د سولې په چارو کې د دولت وزارت چارواکو او د مدني ټولنې د بنسټونو استازو ګډون وکړ.

د سولې په چارو کې د دولت وزیر او د افغانستان اسلامي جمهوریت د مذاکره‌کوونکي پلاوي غړي سید سعادت منصور نادري وویل چې د دغو ناستو موخه خلکو ته د سولې مذاکراتو د بهیر معلومات وړاندې کول، د خلکو او مذاکره‌کوونکي پلاوي تر منځ مخامخ اړیکه جوړول او د سولې په بهیر کې بېلابېلو پاړکو ته ونډه ورکول دي.


نادري وویل دا چې د مدني ټولنې بنسټونه د جمهوري نظام تر ټولو لوی رکن دی، لومړۍ ناسته د مدني ټولنې بنسټونو د استازو په ګډون او حضور کې جوړه شوه.


د یادونې ده چې له بېلابېلو پاړکو سره د افغانستان اسلامي جمهوریت د مذاکره‌ کوونکي پلاوي د مشورتي ناستو لړۍ د سولې په بهیر کې د ټولنې د بېلابېلو پاړکو د ونډې او ګډون پیاوړي کولو، د مذاکراتو په بهیر کې د روڼتیا ډېرولو، د مذاکراتو له جریانه د ټولنې د بېلابېلو پاړکو د خبرولو او د افغانستان اسلامي جمهوریت په اړه پر شته لید لورو د اجماع رامنځته کولو په موخه پیل شوې ده.<!--/data/user/0/com.samsung.android.app.notes/files/share/clipdata_201008_233704_458.sdoc-->