د پخلاینې شورا مشر د هند دفاعي مطالعاتو مرکز کې په خپله وینا کې د سولې خبرو په اړه خوشبیني ښودلې ده

روهي (پنځه نۍ/۱۷ د تلې)، د ملي پخلاینې عالي شورا مشر، عبدالله عبدالله د هند د دفاعي مطالعاتو او څېړنو مرکز کې په خپله وینا کې ویلې، د سولې په تړاو دوحه کې خبرو بهیر پېل ته خوشبین دی چې تمه لري چېد څلورو لس‌ ییزو جګړه پای ته ورسیږي.

عبدالله زیاته کړې، اکثره افغانانو قرباني ورکړې ده او ټول په شریکه د سولې له بهیره ملاتړ کوي؛ د نوموړی په وینا "د سولې خبرې پایلې ته رسېدل به یوه ورځ کې ممکن نه وي، طالبان هم خپل نظریات لري او د افغانستان اسلامي جمهوریت هم، خو د خبرو پرمهال به متقابل درک او زغم ته ورسیږي".

د ملي پخلاینې شورا مشر چې د هند په څلور ورځني سفر بوخت دی، په خپلو څرګندونو کې ویلې، چې با ثباته او له ترهګرۍ پاک افغانستان د ټولې سیمې په ګټه دی.