بلخ کې ترافیکي پېښې څلور کسان وژلي

روهي (پنځه نۍ/ ۱۷ د تلې)، په بلخ ولایت کې په یوه ترافیکي پېښه کې شپږو کسانو ته مرګ ـ ژوبله اوښتې ده.

د بلخ د ترافیکو چارواکي وايي، چې پېښه نن سهار د کابل- مزار شریف 
 د لويې لارې په اوږدو کې د خلم ولسوالۍ په مربوطاتو کې شوې ده.

د بلخ د امنیه قوماندانۍ ویاند وايي، په پېښه کې د څلور کسانو د وژل کیدو ترڅنګ دوه کسان ټپيان دي، د نوموړي په وینا چې د پېښې ټول قربانیان سراچه موټر سپرلۍ وې چې د چټک سرعت له کبله له یوه ټېلر او یوه زرنج سره ټکر شوی دی.