زموږ ټولنه او سیاسي ګوندونه !!

ایا زموږ ټولنه دسیاسي ګوندونوپه قالب کې راځي؟ 
احزاب یا ګوندونه په ټولنه کې دوګړو دسیاسي ، اقتصادي ، ټولنیز او فرهنګي مادي او معنوي غوښتنو د تحقق له پاره رامنځته کیږي، په اوله دوهمه نړۍ کې دسیاسي پلورالیزم شتون دولسونو او نظامونو له پاره خورا اغیزمن تمام شوي په دریمه نړۍ کې هم په ځينو ګوتو په شمار په هېوادونو کې دسیاسي پلورالیزم، چي تعدد احزابو هم اطلاق کیږي خورا اغیزمنه ثابته شوې، په یو ملک کې دسیاسي ګوندونو شتون خورا هم او اغیزمن دي کله چې نظام انتخابي وي نو بایلوونکی ګوند د سیاسي اپوزیسون لاره نیسي موازنه برابروي داسې نه وي، چې ټول میدان ګټونکي ګوند ته پاتې وي دخپل سیاسي تمایلاتو او خپله سیاسي تګلاره پلې کوي هیڅوک نه وي، چې ددوي کارونه او فعالیتونه وڅاري او یا نقد پرې وکړي دسیاسي ګوندونو شتون البته واقعي چې دټولنې به بطن څخه یې ظهور کړي وي, دیو هېواد له پاره خورا اړین دی راځي دسیاسي ګوندونو مخینه او تګلارې اوهغه څه، چې له دغو ادرسونو په ټولنه کې ترسره شوي لنډ بحث ولرو د پخواني باچا محمد ظاهر د ډیموکراسي لسيزه ، ګوندونو ته دفعالیت اجازه ورکول بیا بیرته دغه موضوع سانسورول هغه څه وو ، چې باید پرې رڼا واچول شي .. 

ولې شا خپل نږدې خپلوان د سیاسي خوځښتونو څخه منع کړل او قاعده یې وضع کړه، چې دشا کورني نشي کولای په سیاسي ګوندونو کې برخه واخلي او ولي؟ شته ګوندونه دومره افراطي شول، چې دیوبل دسرکوب ولو نورې مخربې لارې یې خپلې کړې؟ که د وخت زمامداران پدې پوهیدل، چې په ټولنه کې سیاسي نبوغ ترهغې کچې ندي دیوبل سره سالمه سیاسي سیالي وکړي ولې يې پرې بندیز نه لګوه که تر ټولو زیاته خطرناکه داوه، چې د شته احزابو سره بهرني ملاتړ و هو باید دا پوښتنې باید ځواب شي . 

• په ټولنه کې یا هغه څوک چې دګوندونو مشري کوله دسیاسي نبوغ نشتوالی 
• دګوندونو سره بهرنیو هېوادونو ملاتړ 

پورته پوښتنې دواړه اړخونه متاسفآنه، چې په هېواد کې شته ګوندونو کې احساسیدل ځینو ګوندونو خو په دومره سپین سترګې دټولنې په آرونو باندې ملنډې ووهلې، چې په پایله کې ټولنه خورا وځپل شوه او دوی هم خپل قبر په ټولنه کې پخپله ځان ته وکیښ وايي، چې مذهب دټولنې ناموس دی حتی په ناموس یې هم قدم ورو نکړ هر څه یې د خپلو شومو موخو ترلاسه کولو په خاطر قرباني کول دغه ډله خلک دافغاني ټولنې دمطالعې په دروند رنځ باندې لتاړ ول افغاني ټولنه دنورې دنیا ټولنو سره په ډېرو مواردو کې توپیر لري هغه څوک، چې دغه توپیرونه په درست ډول ونه پيژني دهغوي هر ډول پدیده ولوکه دټولنې د فلاح د پاره وي ناکامه کیږي نو لومړي افغاني ټولنه په خورا درست ډول مطالعه کړئ بیا سیاسي قالبونه رامنځته کړئ لکه څرنګه, چې یاد شوي آیا زموږ ټولنه د سیاسي ګوندونو په قالب کې راتلای شي؟ زما په نظر دغه خورا ارزښتمنه پوښتنه ده، چې ټولنه پيژندونکي، سیاسي فعالین او مدني فعالین ورته مناسب ځواب ولري. 

زموږ دټولنې یوه ځانګړنه لویه جرګه ده، چې په نوره نړۍ کې All parties conference د ټولو پارټیو کنفرانس ورته وايي زموږ همدغه مفهوم، چې خورا قوي هم دی لویه جرګه افاده کوي. 
چې خوشبختانه په اساسي قانون کې ورته ځانګړي څپرکي لرو او دراغوښتو موارد یې تعریف شوي په هېواد کې دجرګو تاریخي مخینه په ټولنه کې برخه لیک ټاکونکې ونډه خورا اوږد بحث دی، چې هیڅ انکار نه منونکې ده نو زما په نظر بنسټیز توپیرونه شتون لري د ګوندونو او زموږ دټولنې له ارزښتونو او عنعنوو سره، موجوده سیاسي ګوندونه د اساسی قانون دپنځه دیرشمې مادې دحکم له مخې چې هلته یې ګوندونه تعریف شرایط ورته وضع کړي معلوم دی ممکن ځینې ګوندونه چې زه پدې برخه کې جدي انديښنه او پوښتنې لرم، چې آیا شته ګوندونه داساسي قانون دحکمونو سره سم دي فعالیتونه یې سمون لري اوکنه؟ دا هغه پوښتنې دي، چې باید ورته ځواب وویل شي په یوه بیله لیکنه کې مې ددې موضوع د څیړلو له پاره وړاندیز درلود په هر حال سیاسي پلورالیزم دګوندونو ډیروالي د نظام د تحکیم د ټولنې د سیاسي شعور او نبوع له پاره غوره ګام دی موږ پدې برخه کې همکاري ته تیار یوو ولې دوه لیسزې وخت ته ضرورت دی، چې موږ د ټولنې له بطن څخه راوتلي ګوندونه پدې اوس مهال کې ولرو زه یوازې پدې برخه کې مطالعه لرم د ګوندونو دغه شتون تاییدوم د ټولنې او نظام له پآره يې اغیزمن بولم ولې هغه توقع چې ټولنه يې باید ترې ولرې په اوس مهال کې تراوسه زه قانع نه یم او د ځینو تحرکات او فعالیتونه یې د ټولنې له پاره اغیزمن ندي . 

نو افغاني ټولنه دګوندونو په قالب کې لکه نهنګ په لښتي کې.