د ملي پخلاینې شورا مشر نن د هند له لومړي وزیر سره ګوري

روهي( پنځه نۍ/ ۱۷ د تلې)، ټاکل شوې نن له غرمې مخکې د افغانستان د ملي پخلاینې شورا مشر ډاکټر عبدالله عبدالله د هند له لومړي وزیر نریندرا مودي سره  یو په یو وګوري؛ ویل کیږي په دې لیدنه کې به دواړه لورې په دوحه د افغانانو ترمنځ د سولې خبرو او د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو پر پراختیا بحث وکړي.

ویل کیږي چې ډاکټرعبدالله به له لومړي وزیر مودي سره له لیدنې وروسته د هند د دفاعي مطالعاتو په یو مرکز کې وینا وکړي، او د سفر په وروستۍ ورځ سبا به د هندوستان د بهرنیو چارو وزیر سره وګوري او له دې لیدنې وروسته به سبا جمعه بېرته هېواد ته راستون شی.

نوموړي هند ته د خپل سفر پرمهال پرون د هند د ملي امنیت سلاکار اجیت دووال سره کتلې و او د افغانستان په اړه یې خبرې ورسره کړې وې، عبدالله عبدالله هند ته له سفر وړاندې پاکستان ته په درې ورځني سفر تللی و او هلته یې له پاکستاني چارواکو سره د دواړو هېوادونو په اړیکو او افغان سوله خبرې کړې وې.