په نګورنوـ قره باغ کې جګړو زور اخیستی؛ ارمنستان او اذربایجان یو بل ته د درنې مرګ ژوبلې ادعاوې کوي

روهي( پنځه نۍ/ ۱۷ د تلې)، سره له دې چې نړیوالو له دواړو خواوو د اوربند غوښتنه کړې، خو د نګورنو قره‌باغ لانجمنه سیمه کې لا هم د ارمنستاني او اذربایجاني ځواکونو سختې جګړې دوام لري. 

د تازه جګړو مرکز د نګورنو قره باغ جنوبي څنډه ده، چې د ایران سره ګډه پوله لري؛ د ارمنستان چارواکو ددې جګړو په اړه ویلې، چې دوی په نګورنو قره باغ کې د پراخ ملاتړ سره سره هم د اذربایجاني ځواکونو ډیری حملې شنډې کړې دي.

د دواړو هېوادونو ترمنځ روانه جګړه د سپټمبر په ۲۷مه پېل شوه چې تر اوسه په ‌کې د ولسي خلکو په ګډون ۲۵۰ تنه وژل کیدو خبر ورکړل شوی خو ګمان دی چې د مرګ ژوبلې یاده کچه له دې هم لوړه وي.