د افغانستان په اړه د ټرمپ سیاست به خطرونه جوړ کړي

روهي(پنځه نۍ/۱۷ د تلې)، مک ماسټر په افغانستان کې د  ټرمپ اوسنۍ تګلاره غېر مناسبه بللې ده. 

د امریکا د ملي امنیت پخواني سلاکار ماک ماسټر خپلو تازه څرګندونو کې ویلي چې، ټرمپ یوازې په ټاکنو د بریالیتوب فکر لري او له افغانستانه د امریکايي ځواکونو ایستو په اړه د ټرمپ پریکړه به امریکا لوی خطرونه پېښ کړي، او په دې توګه ټرمپ طالبان د افغان حکومت خلاف دروي. 

ماسټر د ولسمشر دا پریکړه ناسمه بللې او د امریکايي وګړو او کانګریس له استازو یې غوښتې چې دا تګلاره له سره ور ارزوي او د ټرمپ د خپلسریو مخه ونیسي.

مک ماسټر وایي افغان جګړه د ټرمپ تر اقداماتو وروسته نه یوازې دا چې سړه شوې نه ده بلکې لا شدیده شوې ده؛ نوموړي یادې څرګندونې وروسته له هغه کړې چې تازه ټرمپ په یو ټویټ پیغام کې تر کرسمس مخکې د امریکايي ځواکونو د ایستلو اعلان کړی.