د امریکا ولسمشر: تر کرسمس وړاندې ټول ځواکونه له افغانستان اوباسو

روهۍ(پنځه نۍ/۱۷ د تلې)، د متحده ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ تازه په یو ټوېټ پیغام کې ویلې، چې په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو حضور تر "کرسمس" پورې پای ته راسوي او هلته ټول دیره ځواکونه به له دې هېواد راوباسي.

په ورته وخت کې د ولسمشر ټرمپ له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو بېرته ستنیدو اعلان وروسته، د هغه د ملي امنیت سلاکار ویلې، چې د نوي کال په پېل کې به په افغانستان کې د متحده ایالاتو سرتېرو شمېر ۲۵۰۰ ته را ټیټ کړي.

امریکایي چارواکي داسې مهال له کرسمس مخکې له افغانستان د خپلو ځواکونو د وتلو خبره کوي، چې امریکا له طالبانو سره د دوحې هوکړې له مخې منلې ده، چې تر ۲۰۲۱ میلادي کاله پورې به ټول ځواکونه له دې هېواد باسي.<!--/data/user/0/com.samsung.android.app.notes/files/share/clipdata_201008_074616_845.sdoc-->