په سپين بولدک کې د ځانمرګي بريد له امله 17 تنه ووژل شول


د کندهار په سپين بولدک کې د جومات په يوه ډک حمام کې ځانمرګی بريد 17 تنه ووژل او 21 تنه نور يې ټپيان کړل . په دغه بريد کې د سپين بولدک د سرحدي پوليسو قومندان (رمضان) او دوه تنه سرحدي پوليس او پاتې ملکي وګړي وژل شوي . د ځانمرګي بريد اصلي موخه د سرحدي پوليسو همدا قومندان ګڼل کيږي. ټپيان ټول سيمه ييز روغتون ته رسول شوي ، خو د يو شمېر ټپيانو حالت نازک ښودل شوی.