د لاس او پښو ویده کېدل موږ ټولو تجربه کړي او لږ تر لږه په ژوند کې یو وار زموږ ټولو لاس او پښې ویده شوی دي.
که د لاس او پښو، ویده کېدل ځینې وخت وي بیا کومه ستونزه نه ده؛ ځکه دا د ډېر فشار له امله چې په لاس یا پښه باندې راځي له ویده کېږي، خو که دا دلاس او پښو ویده کېدل دومداره وي او هر وخت ستاسې لاس او پښې ویده کېږي؛ دا بیا د ناروغۍ ښکارندويي کوي.
دا چې دا حالت د کومو ناروغیو ښکارندویي کوي هغه دا دي:
د لاس او پښو ویده کېدل د سکته کولو خبر ورکوي:
ځینې وختونه د لاس او پښو ویده کېدل کېدای شي؛ چې د یوې نږدې مغزي سکتې خبر ورکړي، یا هم کېدای شي، چې د ایسکمیک چې یوه کوچنۍ د مغزو سکته ده، خبر یې ورکړي، چې د لږ وخت له پاره انسان له فلج حالت سره مخ کوي.
کله چې په دومداره توګه ستاسې لاس او پښې خوب وړي او بې حسه کېږي، کېدای شي وروسته یې له دې حالت سره مخ شئ، په دې حالت کې د لاس او پښو ویده کېدل خطرناک وي.
د لاس او پښو د سندروم یو ډول عجیبه حالت او کمزوري کېدل:
د لاسونو د بند تونل د سندروم ناروغي هم د لاس او پښو د ویده کېدو په اساس ځان ښکاره کوي. داسې کسان کېدای شي په وار وار له خوبه د لاسونو په ویده کېدو را ویښ شي، چې لاسونه یې خوب وړي او بې حسه دي.
دا حالت سره هغه وخت یو کس مخ کېږي؛ چې د لاس له بند څخه چې پنجې او او ګوتو ته عصبي رګونه تللي د زیات کار یا هم کار نه کولو، امیدوارۍ او شکر له امله کمزور شي؛ چې په دې وخت کې لاس د سم فعالیت نه کولو له امله ویده کېږي؛ چې په دې حالت کې باید د لاس او پښو د ویده کېدو درملنه وشي.
د لاس او پښو ویده کېدل د شکر د ناروغۍ نښې دي:
ځینې وختو نه د سیستمیک ناروغۍ له امله د حسي عصبو فعالیت له ګډودۍ سره مخ کېږي. هغه پېژندل شوې ناروغۍ چې د دې ستونزو لامل کېږي؛ هغه د شکر ناروغي ده.
کله چې د شکر ناروغۍ درملنه د ډېر وخت له پاره نه کېږي، یا هم په درملنه کې ګډوډي وي او په منظم ډول درملنه نه کېږي، په دې وخت کې د حسي عصبو فعالیت له ګډوډۍ سره مخ کېږي. دا د حسي عصبو کمزوري د بدن په لاندینیو برخو کې ډېر لیدل کېږي. چې په دې اساس لاس او پښې یې له امله ویده کېږي.
چې په دې اساس د لاس او پشو د ویده کېدو یو لوی لامل شکر دی. له لاسو نه تر شلو پورې هغه کسان چې د شکر ناروغي یې نوې تشخیص شوې دا نښې یا د لاس او پښو ویده کېدل په کې لیدل شوي. د شکر له امله د لاس او پښو ویده کېدل لومړ په پښو کې لیدل کېږي، وروسته بیا په لاسونو کې تر مټو پورې لیدل کېږي. څېړنو ثابته کړې چې ډېری وخت د لاس او پښو ویده کېدل د شکر د ناروغۍ له امله وي.
د لاس او پښو ویده کېدل په ویټامینونو پورې هم اړه لري:
ځینې وختونه د ویټامینونو له امله هم لاس او پښې ویده کېږي. د ویټامین E، B12،B6، B1 ویتامینونه او نیاسن د عصبو د منظم فعالیت له پاره اړین دي. کله چې په وجود کې ویټامین B12 کم شي انسان د وینې له کموالي سره مخ کېږي؛ چې دا د وینې کموالی ډېر خطرناک وي.
کله چې بیا د ویتامین B6 کچه په وجود کې زیاده شي په دې وخت کې د لاس او پښو د ویده کېدو لامل کېږي.
ځینې وختونه د تیروئید د لږ یا ډېر کار کولو له مانله هم کېدای شي؛ چې لاس او پښې ویده شي. دا مه هېروئ! چې د لاس او پښو ویده کېدل ځینې وختونه خطرناک وي که دا په دومداره ډول تکرار شی، نو خامخا یې د درملنې له پاره ډاکټر ته ورشئ.
وروستي