روهي( څلور نۍ/۱۶ د تلې)، د افغانستان د ښځو د فوټبال غوره لیګ سیالیو لومړۍ پړاو نن چهارشنبه د تلې په ۱۶ د هرات او بامیانو ترمنځ په لومړی لوبه پېل شو.
د یادو سیالیو لومړی لوبه چې د هرات او بامیانو ښځینه فوټبال لوبډلو ترمنځ ترسره شوه هرات وکولی شول چې د بامیانو ته د درې صفر په مقابل کې ماتې ورکړي؛ فاطمه حیدري چې په ننۍ لوبه کې يې د هرات ښځینه لوبډلې په ګټه درې پرلپسې ګولونه ترسره کړل د سیالۍ غوره لوبغاړې ونومول شوه.
د افغانستان د ښځو د فوټبال غوره لیګ سیالۍ په کابل کې د افغانستان د فوټبال فدراسیون په سټیډیوم کې ترسره کېږي، چې شپږ لوبډلې کابل، هرات، بلخ، بامیان، غور او جوزجان پکې ګډون لري چې په دوو ډلو ویشل شوي دي.
ټاکل شوې چې یادې سیالۍ د اکتوبر په ۱۵مه پای تهخ ورسیږي او سبا پنجشنبه به ددې سیالیو پرمهال د کابل او بلخ لوبډلې د یو بل په وړاندې د سیالۍ ډګر ته ووځي.
وروستي