په کاپیسا کې د سړک غاړې ماین چاودنې درې ملکي وګړي وژلي

روهي(څلور نۍ/۱۶ د تلې)، د کاپیسا د پولیسو ویاند ، شایق شورش نن چهارشنبه سهار د دې ولایت په تګاب ولسوالۍ کې د سړک غاړې ماین چاودنه کې د یوې میرمنې په ګډون درې ملکي وګړي وژل شوي دي.

نوموړي زیاته کړې، چې پیښه د تګاب ولسوالۍ د خساچینۀ په کلي کې هغه وخت رامنځته شوې کله چې د ملکي وګړو یو موټر د سړک غاړې په ماین ور برابر شو.

شورش ویلې چې ماین د وسله والو طالبانو لخوا ځای پر ځای شوی و، خو بلخوا طالبانو تر دې دمه په دې اړه څه نه دي ویلي.