هالنډ افغانستان ته د پوځي روزونکو د استولو پرېکړه وکړه

د هالنډ حکومت وايي، چې تېره اونۍ يې د کابينې په غونډه کې افغانستان ته د 545 پوځي روزونکو د استولو پرېکړه کړې. دا روزونکي به د افغانستان په شمال کې د پوليسو د روزنې په چار کې برخه اخلي. هالنډ 6 مياشتې وړاندې له افغانستان څخه خپل ټول دوه زره پوځيان ، چې زياتره يې په ارزګان کې مېشته وو، وايستل خو اوس غواړي د امريکې د خوشالۍ لپاره په يو بل ډول د افغانستان په مېشن کې برخه واخلي.