اجـــــــــرونه (شپږمه برخه)

(26)  سحر او ماښام د (سيد الإستغفار) ويلوڅه اجردی؟
 رسول صلى الله عليه وسلم فرمايلي دي: «سَيِّدُ الِاسْتِغْفَارِ أَنْ تَقُولَ:« اللَّهُمَّ أَنْتَ رَبِّي، لَا إِلَهَ إِلَّا أَنْتَ، خَلَقْتَنِي وَأَنَا عَبْدُكَ، وَأَنَا عَلَى عَهْدِكَ وَوَعْدِكَ مَا اسْتَطَعْتُ، أَعُوذُ بِكَ مِنْ شَرِّ مَا صَنَعْتُ، أَبُوءُ لَكَ بِنِعْمَتِكَ عَلَي، وَأَبُوءُ لَكَ بِذَنْبِي، فَاغْفِرْ لِي، فَإِنَّهُ لَا يَغْفِرُ الذُّنُوبَ إِلَّا أَنْتَ » قَالَ: مَنْ قَالَهَا مِنَ النَّهَارِ مُوقِنًا بِهَا، فَمَاتَ مِنْ يَوْمِهِ قَبْلَ أَنْ يُمْسِيَ فَهُوَ مِنْ أَهْلِ الْجَنَّةِ، وَمَنْ قَالَهَا مِنَ اللَّيْلِ وَهُوَ مُوقِنٌ بِهَا، فَمَاتَ قَبْلَ أَنْ يُصْبِحَ فَهُوَ مِنْ أَهْلِ الْجَنَّةِ».

ژباړه: غوره استغفار دا دی چې ته ووایي:( ای الله ته زما پالونکی یې، بې له تا بل څوک د عبادت وړ او حقدار نشته، زه تا پیدا کړي یم او ستا بنده یم، زه د خپل توان په اندازه ستا په عهد او وعده ولاړیم، پناه غواړم په تا پوری د شر له هغه څه نه چې ما کړي دي، ستا په هغه نعمتونه اقرار کوم چې په ما دې کړي او په خپله ګناه هم اقرار کوم، نو ماته بښنه وکړه، بغیر له تا بل څوک ګناهونه نشي بښلئ).

 بیا وایې: څوک چې دا دعا د سحر له خوا ووایي پداسې حال کې چې یقین ورباندې ولري او بیا په دغه ورځ مړ شي مخکې له دې نه چې ماښام کړي نو دا د جنت څښتن دی، او یا یې څوک د شپې له خوا ووایي پداسې حال کې چې یقین ورباندي ولري او بیا د شپې له خوا مړ شي مخکې له دې نه چې سحر کړي نو دغه انسان جنتی دی.

(۲۷) کور ته د ننوتلو او ډوډی د خوړلو په وخت الله جل جلاله د یادونې (ذکر)څه اجر دی؟
رسول صلي الله عليه وسلم فرمايلي دي:«إِذَا دَخَلَ الرَّجُلُ بَيْتَهُ، فَذَكَرَ اللَّهَ عِنْدَ دُخُولِهِ وَعِنْدَ طَعَامِهِ، قَالَ الشَّيْطَانُ: لَا مَبِيتَ لَكُمْ، وَلَا عَشَاءَ، وَإِذَا دَخَلَ وَلَمْ يَذْكُرْ اللَّهَ عِنْدَ دُخُولِهِ، قَالَ الشَّيْطَانُ: أَدْرَكْتُمْ الْمَبِيتَ، فَإِذَا لَمْ يَذْكُرْ اللَّهَ عِنْدَ طَعَامِهِ، قَالَ: أَدْرَكْتُمْ الْمَبِيتَ وَالْعَشَاءَ».
ژباړه: کله چې يو سړی خپل کور ته ننوځي، د ننوتلو او خوراک پر وخت دالله جل جلاله  يادونه وکړي نو شيطان ووايې: ستاسى لپاره نه د شپې تیرول شته او نه د ماښام خواړه، او کله چې کور ته داخل شي او د ننوتلو پر وخت د الله تعالی يادونه ونه کړي نو شيطان ووايې شپه مو تر لاسه کړه، او کله چې د ډوډى پر وخت بسم الله ونه وايي نو شيطان ووايي: د ماښام خواړه او شپه تیرول دواړه مو ترلاسه کړل.
(۲۸) د «لَا حَوْلَ وَلَا قُوَّةَ إِلَّا بِاللَّهِ» ویلو څه اجر دی؟
نبي صلی الله علیه وسلم فرمایي : «أَكْثِرْ مِنْ قَوْلِ: لَا حَوْلَ وَلَا قُوَّةَ إِلَّا بِاللَّهِ، فَإِنَّهَا کَنْزٌمِنْ كُنُوزِ الْجَنَّةِ».

ژباړه: د (لَا حَوْلَ وَلَا قُوَّةَ إِلَّا بِاللَّهِ)  نشته له بديو اړونکى او په نکيو مرسته کوونکى مګر يوازې يو الله جل جلاله دى، ویل زیات کړئ، یقینا دا د جنت له خزانو څخه  یوه خزانه ده.

(۲۹) د سورت کهف لومړي لسو ایتونو د یادولو څه اجر دی؟
نبی صلی الله علیه وسلم فرمایي: «مَنْ حَفِظَ عَشْرَ آيَاتٍ مِنْ أَوَّلِ سُورَةِ الْكَهْفِ، عُصِمَ مِنَ الدَّجَّالِ».
ژباړه: څوک چې د سورت کهف لومړی لس ایتونه حفظ کړي، نو دجال له فتنې څخه به وساتل شي.

(۳۰) څوک چې سل ځل سبحان الله ووايي دهغه لپاره څه اجر دی؟ 
رسول صلي الله عليه وسلم فرمايلي دي:«أَيَعْجَزُ أَحَدُكُمْ أَنْ يَكْسِبَ كُلَّ يَوْمٍ أَلْفَ حَسَنَةٍ؟ يُسَبِّحُ اللَّهَ مِائَةَ تَسْبِيحَةٍ، فَيَكْتُبُ اللَّهُ لَهُ بِهَا أَلْفَ حَسَنَةٍ، وَيَحُطُّ عَنْهُ بِهَا أَلْفَ خَطِيئَةٍ».
ژباړه: ایا یو کس له تاسې څخه ناتوانه دی چې هره ورځ زر نیکۍ ترلاسه کړي؟ سله ځله دې د الله تعالی پاکي (سبحان الله) ووایې، الله جل جلاله به ورته د دې په ثواب کې زر نیکۍ ولیکي او زر ګناهونه به ترې لیرې کړي.