د ادبي ټوټې او تکل تر منځ توپیر

ادبي ټوټه او تکل دواړه د هنري نثر ښکلې ژانرونه دي؛ چې تر منځ  یې ډېری کسان توپیر نه شي کوی. دا چې ادبي ټوټه او تکل په خپل منځ کې څه توپیر سره لري؛ په دې لیکنه کې به یې هغه توپیرونه په ګوته کړم چې ډېری پوهانو په دې اړه نظر وړاندې کړی دی. 

ادبي ټوټه هغه لنډ او ښکلی هنري نثر دی، چې په ښکلو او لنډو هنري الفاظو کې یوه موضوع وړاندې کوي. چې ډېری پوهان دا نازک فورم د منثور شعر په نامه هم یادوي. منثور شعر ځکه ورته ویل شوی، چې لفاظي په کې زیاته راغلې د شعر خصوصیت لري؛ یعنې تشبه ګانې او استعارې په کې ډېرې کارول کېږي. شعر بیا ځکه نه دی، چې وزن نه لري؛ نو ځکه پوهانو د منثور شعر نوم ورته کارولی چې لفاظي په کې ډېره کېږي. 

په ادبي ټوټه کې د ناول، رومان او لنډې کیسې په څېر اوږده مسایل نه راوړل کېږي؛ بلکې همغه ټولنیزې پېښې په لنډو او شاعرانه الفاظو کې راوړل کېږي. 

ادبي ټوټه نه شعر دی او نه کیسه بلکې هغه ښکلی هنري نثر دی؛ چې ټولنیزې پېښې په ښکلي هنري انداز سره په ظریفو الفاظو بیانوي، نو ځکه ورته منثور شعر ویل کېږي. 
تکل: ډېری کسان په دې اند دي؛ چې تکل او ادبي ټوته یو فورم دی او دا دواړه فورمونه هېڅ ډول توپیر سره نه لري. تکل په عامه توګه د یوه مضمون په چوکاټ کې لیکل کېږي؛ خو له مضمون سره یې توپیر دا دی، چې مضمون ځانګړی ترتیب، سریزه، ښېګنې، بدګڼې یې په دلیل سره لوستونګو ته وړاندې کېږي او په اخر کې یې په پایله کې موخه وړاندې کېږي. د دې پر خلاف د تکل لیکونکي بیا خپلې شخصي او ذاتي تجربې داسې وړاندې کوي؛ چې له هغو څخه د شخصیت یو پټ اړخ لوستونکو ته ښکاره کېږي. 

په تکل کې لیکوال څه چې ګوري هغه په لنډو الفاظو کې لیکي  او لوستونکو ته یې وړاندې کوي. په دې فورم کې هم لفاظي کېږي؛ تشبه، استعاره، کنایه تلمیحات په کې راځي، خو د ادبي ټوټې په اندزه نه. په دې قورم کې له پوره فصاحت او بلاغت څخه کار اخیستل کېږي. له خبرې نه خبر او له کمال نه کمال رایستل یې یوه لویه ځانګړنه ده. له بې ځایه خبرو څخه په کې ډاډه کېږي. د موضوع له مخې د لیکوال لاس خلاص دی، هر څه یې چې زړه و غواړي لیکلی یې شي،خو د موضوع لنډون باید په نظر کې ویسي. 

د تکل او ادبي ټوټې تر منځ توپیر: پوهانو د دې دواړو تر منځ توپیر دا ښودلی؛ چې په تکل کې د ادبي ټوټې پر پرتله لفاظي کمه ده، یا هغومره لفاظي چې په ادبي ټوټه کې کېږي په تکل کې نه کېږي. یو بل توپیر چې دوی په ګوته کړی هغه دا دی؛ چې تکل حکایوي یا کیسه یزه بڼه لري، خو ادبي ټوټه تر ډېره دا ځانګړنه نه لري او بې موخې ښکلي الفاظ په ښکلي ډول لیکل کېږي. کله چې یوې لنډې هنري لیکنې کیسه یزه بڼه غوره کړه، هغه وخت بیا تکل ګڼل کېږي. 

                                  اخځونه
۱ـ رشیدي، جمشید. (۱۳۹۷). ادب تیوري، درېم چاپ. کابل: نویسا خپرندویه ټولنه
لیکواله : شبانه پوپلزۍ