د ځینې کسانو خوله تل ترخه وي؛ دا چې د دې ترخه توب لامل څه دی. او د کومو ناروغیو له امله د انسان خوله ترخه وي په دې اړه لاندې ټکي په نظر کې و نیسئ.
هغه کسان چې د معدې رفلاکس یا د زړه سوخت لري؛ د هغو کسانو خوله ترخه وي. کله چې د معدې تېزاب یا رفلاکس زیاد شي، دا تروه مایع له معدې څخه خولې ته راځي، چې دا د خولې د ترخه توب لامل کېږي. د معدې او مري تر منځ د اتصال کڅوړه تل باید تړلي وي، تر څو تېزاب له معدې څخه دباندې نه شي. کله چې دا د معدې او مری تر منځ کڅوړه کمزورې یا زیانمنه شي؛ تېزاب له معدې څخه دباندې راوځي چې دا د زړه د سوخت لامل کېږي؛ چې په پایله کې دا د دې لامل کېږي، چې خوله ترخه شي.
د تنفسی دستګاه د لاندینۍ برخې مکروبي کېدل، ریزش، الرژي او سینوزیت دا ټول د دې لامل کېږي، چې د شامې یا بویایي حس له لاسه ورکړې او خوله مو ترخه شي.
د ویټامینونو کموالی د دې لامل کېږي، چې ستاسې خوله ترخه شي او د څه شي په مزه و نه پوهېږئ. خصوصاٌ کوم کسان چې په وجود کې یې ویټامین B12 کم وي د دوی خوله ترخه وي.
سګرټ څکول یو بل لامل دی؛ چې له امله یې ستاسې خوله ترخېږي. کوم کسان چې سګرټ څکوي د دوی د خولې د خوند غدې د سګرټو له امله مري، چې په دې خاطر یې خوله تل ترخه وي. که سګرټ پریږدئ دا غدې بېرته رشد کوي. خو که د ډېر وخت له پاره چا سګرټ څکولي وي، د هغو د مزې غدې بېرته رشد نه شي کولای.
د ځينو ښخو د خولې خوند د امیدوارۍ په وخت کې هم ترخه وي، دوی د امیدوارۍ په وخت کې له ځینو خووړو سره حساسیت پیدا کوي او د خولې خوند یې تغیر کوي. چې دا کار د کمې مودې له پاره وي.
د خولې وچوالی او د وجود وچوالی د دې لامل کېږي چې خوله ترخه شي؛ یا د لاړو د غدو زیانمن کېدل ځینې وخت په خوله کې د اوسپنې د خوند لامل کېږي. چې وروسته بیا دا د دې لامل کېږي؛ چې ستاسې خوله ترخه شي.
ځینې حملیاتونه د دې لامل کېږي؛ چې ستاسې د خولې مزه ترخه شي. د خولې، پزې او ستونې حملیات د دې لامل کېږي؛ چې د لاړې غدې زیانمنې شي او د خولې خوند تغیر وکړي او خوله مو ترخه شي.