د پښتو ژبې واولونه له کومو اړخونو  څېړل کېږي؟

خپلواک اوازونه (vowels) : دا هغه اوازونه دي؛ چې د ادا کولو په وخت کې یې د صوتي غړو تر منځ د هوا په جریان کې کوم انسداد یا بندښت نه را منځته کېږي؛ خو د ژبې او شونډو د بېلا بېلو حرکاتو له امله د خولې دننه برخه بېلا بېل شکلونه پیدا کوي، چې په دې توګه واولونه یو ډول په خپل منځ کې توپیر مومي. 

پښتو ژبه د اوو خپلواکو اوازونو ( واولونو) لرونکې ده؛ چې هغه اووه خپلواک اوازونه عبارت دي له: الف (ا) (a)،  زور(ه) (a)، زورکی (ه)  (a)، اوږد واو (و) (o)، لنډ واو (و) (u)، څرګنده یا (ي) (i)، اوږده یا (ې) (e) څخه دي. 

دا واولونه په پښتو ژبه کې له درېوو اړخونو څخه څېړل کېږي. 
۱ـ د ژبې د عضلې د وضعیت له مخې
۲ـ د شونډو د ګردوالي او نا ګردوالي له مخې
۳ـ د لاندې ژامې د کشوالي یا ټینګوالي او سستوالي له مخې
لومړی: د ژبې د عضلې د وضعیت له مخې؛ ژبه د واولونو د ادا کولو په وخت کې دوه ډوله خوځښتونه سرته رسوي: یو له ښکته ژامې څخه پورته تالو خواته خوځښت او بل له شاه څخه مخې ته خوځښت. 

الف: له ښکته ژامې څخه پورته تالو خواته خوځښت: په دې ډول خوځښت کې که د یوه واول د پیدایښت یا تلفظ په وخت کې ژبه ښکته حالت غوره کړي هغه واول ښکتنی واول دی. لکه: د ماما او کاکا په ویونوکې چې الف ښکتنی حالت غوره کړی دی. 

ب: که ژبه د واول د ادا کېدو په وخت کې منځنی حالت غوره کړي؛ هغه واول منځنی واول دی. لکه د ډېر او تېر په ویونو کې چې (ې) واول منځنی حالت غوره کړی دی. 

چ: که د ژبې عضله د واول د ادا کېدو په وخت کې لوړ حالت غوره کړي؛ هغه واول لوړ واول بلل کېږي. لکه: د باړخو او پټو په وینو کې چې د و= u واول یو لوړ واول بلل کېږي. 
د ژبې دوهم ډول حرکت ( له شاه څخه مخکې ته حرکت): د ژبې دا ډول حرکت هم په خپل منځ کې درې حالته ځان ته غوره کوي. 

الف: کله چې د یوه واول د ادا کولو په وخت کې ژبه د خولې په خالیګاه کې شاه ته ځای ونیسي هغه واول وروستنی واول دی. لکه د لنډ (و) واول د باړخو او ټتو په وینو کې. 
ب: که د واول د ادا کولو په وخت کې ژبه مخې خواته حرکت وکړي؛ دې واول ته بیا مخنی واول ویل کېږي. لکه: د سړي او ځواني په ویونو کې چې د څرګندې (ي) واول یو مخنی واول دی. 

ج: په دې ډول حرکت کې کله چې ژبه منځوی حالت غوره کړي؛ نوموړی واول بیا منځوی واول بلل کېږي. لکه: د سر او غر په ویونو کې د زور واول یو منځنی واول بلل کېږي. 

                                           اخځونه
۱ـ چمتو، محمد قسیم. ( ۱۳۹۶). تشریحي ژبپوهنه. کابل: جهان دانش خپرندویه ټولنه
۲ـ مرهون، محمود. (۱۳۹۴). اوازپوهنه. کابل: کائنات  څېړنیز او د ژباړې مرکز