ولسمشر غني وايي طالبانو سره د دوحې له تړون پرته خبرې کوو



روهي( څلور نۍ/۱۶ د تلې)، پرون ماښام ناوخته ولسمشر غني قطر ته د خپل سفر پرمهال په دې هېواد کې د شخړو او بشري مطالعاتو په مرکز یوې غونډې ته په خبرو کې په طالبانو غږ کړی چې له اوربند وېره مه لری، نوموړي په خپلو خبرو کې ویلې، افغان حکومت خبرو او اوربند ته ژمن دی نو له طالبانو هم ورته هیله لري.

ولسمشر غني زیاته کړې، چې افغانستان نړیوال ملاتړ لري او په سیمه کې د سوله ییزې اجماع برخمن دی، نوموړي له طالبانو غوښتې چې یاد حقایق ومني او د اوربند په کولو سره د افغانانو دې غوښتنې ته درناوی وکړي.

ولسمشر غني د خبرو پر سر اختلافي مسایلو ته په اشارې ویلې، چې د افغانانو ترمنځ خبرې به پرته د امریکا او طالبانو له هوکړې ترسره کیږي، ځکه چې په دې تړون کې افغانان شامل نه دي.
 

تاسو دغه لیکنه شریکولی شئ!

د لیکوال نورې لیکنې
Loading...

تبصرې

تبصرې نشته

خپله تبصره مو ولیکئ