د سپټمبر پر ۲۷مه پیل شوې جګړه لا هم روانه ده؛ اورپایي ټولنه د ژر اوربند غوښتنه کوي

روهي(څلور نۍ/۱۶ د تلې)، د اذربایجان او ارمنستان ترمنځ په نګورونو-قره باغ سیمه کې لا هم جګړه روانه ده او دواړو لوریو ته ګڼ شمېر مرګ ژوبله اوښتې ده.

پرون په بروکسل کې کېمشر شارل میشل د اروپايي پارلمان مشر یاد پارلمان ته په خپله وینا کې ویلې : "د نګورنو قره‌باغ په تړاو؛ موږ د شخړو د کمېدو او د سوله‌ییزو خبرو د بیا پیل غوښتنه کوو. بهرنۍ، په ځانګړي ډول پوځي لاسوهنې د منلو وړ نه‌ دي."

د ارمنیا او اذربایجان ترمنځ د نښتو په تړاو ګڼو د نړۍ نورو هېوادونو هم اندېښنه ښودلې او له دواړو غاړو یې د جګړو د بندیدو غوښتنه کړې ده. د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف، د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر ژان ایو لودریان او د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو پرون په یوه ګډه اعلامیه کې د په سیمه کې د سملاسي اوربند په ټینګیدو ټینګار کړی.

ارمنستان او اذربایجان وايي د جګړې له پیله ۲۴۴ کسان وژل شوي چې ۶۰ تنه‌یې ملکیان دي، خو اټکل کېږي چې د مړینو واقعي شمېر به خورا زیات وي.
<!--/data/user/0/com.samsung.android.app.notes/files/share/clipdata_201007_054049_644.sdoc-->