عبدالله عبدالله هند ته راسیدلی او هلته به له هندي چارواکو سره د افغان سولې پر سر خبرې وکړي

روهي ( درې نۍ/ ۱۵ د تلې)، د مصالحې عالي شورا مشر ډاکټر عبدالله عبدالله په څلور ورځني سفر هندوستان ته ورسیده؛ نوموړی به په دې سفر کې د هند له لوړ پوړو چارواکو سره د دواړو هېوادونو د اړیکو پر پراختیا او د افغان سوله پر سر خبرې وکړي.

هند ته د عبدالله د سفر په اړه په دې هېواد کې د افغانستان شارزدافیر طاهر قادري رسنیو ته په خپلو خبرو کې ویلې: "څرنګه چې هند د افغانستان د خلکو او دولت له اصلي شریکانو او ملاتړو دی، ډاکتر عبدالله په دې سفر کې د هغو خبرو په اړه چې په قطر کې روانې دي او د سیمه‌ ییزې اجماع د پیاوړتیا په اړه له هندي چارواکو سره خبرې کوي."

عبدالله عبدالله به هندوستان ته د خپل سفر پرمهال د نورو هندي چارواکو سربېره د دې هېواد له صدراعظم نرېندرا مودي سره هم وویني.