رويټرز: د حکومت او طالبانو مرکچي پلاوو د سولې خبرو پر کړنلارې هوکړه وکړه

روهي (درې نۍ/‍۱۵ د تلې)، رويټرز لوېدېځې رسنۍ ويلي دي چې دوحه کې د افغان حکوت او طالبانو د سولې مرکچي پلاوو د سولې بين الافغاني خبرو پر کړنلارې هوکړه کړې ده. 

ويل شوي دي چې د طالبانو او امريکا د سولې شوي تړون پر بنسټ بين الافغاني خبرې او د حنفي فقې پر بنسټ پرېکړې د طالبانو اساسي غوښتنې وې چې اوس مهال پرې هوکړه شوې ده. 

تر اوسه افغان حکومت او طالبانو د سولې پلاوو په دې اړه څه نه دي ويلي. د يادونېده چې تېره ورځ ولسمشر محمد اشرف غني هم په يو رسمي سفر دوحې ته لاړ اوقطري چارواکو سره یې کتلي دي.