انورالحق احدي هرات ته د خپل سفر پرمهال په دې ولایت کې د ګڼو پروژو پرانیسته کړې ده

روهي(درې نۍ/۱۵ د تلې)، د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت سرپرست وزير ډاکټر انوارالحق احدي، هرات ولايت ته د سفر په ترڅ کې په بېلابېلو سکټورونو کې يو شمېر پراختيايي پروژې ګټې اخیستنې ته وسپارلې؛ هرات ته د نوموړي د سفر پرمهال څه باندې زر ممیز خونې، د کرنیزو محصولاتو د پروسس شپږ کرښې، د شیدې ټولولو پنځه مرکزونه او د اوبو لګولو یوه شبکه چې کارونه‌ یې بشپړ او ګټې اخیستنې ته چمتو دي، پرانستې.

د کرنې وزارت ویاند اکبر رستمي وایي، د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر انوارالحق احدي هرات ته د خپل سفر په ترڅ کې ددې کار خونو د پرانیستو ترڅنګ د هرات سوداګرو ته د سوداګرۍ په برخه کې د بازار موندنې ژمنه هم وکړه، او سوداګرو ته یې ډاډ یې ورکړ چې د صادراتو په برخه به شته ستونزې هوارې کړي.

د کرنې وزیر په هرات کې ویلې، چې د افغاني محصولاتو لپاره د بېلابېلو نندراتونو جوړونې سره وکولی شي ترڅو ددې هېواد محصولاتو ته مناسب بازار پیدا کړي.<!--/data/user/0/com.samsung.android.app.notes/files/share/clipdata_201006_145738_426.sdoc-->