حمدالله محب له خپل قطري سیال سره کتلې دي 

د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت د ملي امنیت سلاکار ډاکټر حمدالله محب تیر ماښام له خپل سیال سید محمد بن أحمد المسند د قطر د ملي امنیت له سلاکار سره کتلې دي.

دواړو لورو ترمنځ په دې لیدنه کې د افغانستان د سولې پروسې او دوه اړخیزو اړیکو پر پیاوړتیا خبرې شوې دي.

حمد الله محب سره د قطر د ملي امنیت سلاکار د افغانانو تر منځ د سولې روانو خبرو نه په ملاتړ څرګند کړی زیاته زیاتوي، چې هیواد یې د افغانستان له دولت سره هر راز همکاریو ته چمتو دی.