د مصالحې شورا مشر نن هند ته ځي

روهي( درې نۍ/ ۱۵ د تلې)، د ملي مصالحې شورا ویاند فریدون خوځون هند ته د ډاکټر عبدالله سفر مهم بللی او زیاته کړې یې ده چې نوموړی به په دې سفر کې د هندي چارواکو سره وویني او په یو لړ مهمو موضوعاتو به ورسره خبرې وکړي.
 
خوځون ویلې: "د افغانستان د سولې په پروسه کې د هند جمهوري رول مهم دی. د ملي مصالحې عالي شورا رئیس هڅه کوي چې د افغانستان د سولې لپاره او د سیمه‌ییزې اجماع د پیاوړتیا په برخه کې په سیمه کې د ټولو هېوادونو ملاتړ ترلاسه کړي."
 
عبدالله عبدالله به په هندوستان کې د خپل څلور ورځني سفر پرمهال د دې هېواد له صدراعظم نرېندرا مودي او یو شمېر نورو لوړپوړو هندي  چارواکو سره وویني او دوه اړخیزو اړیکو او افغان سولې په برخه کې به ورسره بحثونه وکړي.
 
عبدالله عبدالله داسې مهال هند ته سفر کوي چې هند د افغان سولې په برخه کې د پاکستان له رول اندېښنه لري او د مصالحې شورا مشر تېره اونۍ پاکستان ته تللی او هلته یې له پاکستاني چارواکو سره د دواړو هېوادونو په اړیکو خبرې کړې وې.