خلیلزاد طالبانو ته: د افغانانو سره خبرې د دوحې هوکړې سره سمې مخکې یوسی 

روهي (درې نۍ/ ۱۵ د تلې)، په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند ډاکټر نعیم وردګ وايي، خلیلزاد د ملا عبدالغني برادر سره په کتنه منلې ده، چې د افغانانو ترمنځ خبرې باید د دوحې هوکړې پر بنسټ مخکې یوړل شي.

د نوموړي په خبره دواړو لوریو په دې لیدنه کې د خبرو پر دوام ټینګار کړی او ژمنه شوې ده، چې د افغانانو ترمنځ خبرې به د امریکا او طالبانو ترمنځ د هوکړې پر اساس مخته وړل کیږي.

خلیلزاد په دې لیدنه کې په طالبانو غږ کړی، چې د خبرو پرمهال دې د دوحې هوکړې سره سم دې محکې لاړ شي او له طالبانو یې غوښتې چې د خبرو پر دوام دې د راتلونکو پرمختګونو په اړه هم خبرې وکړي.