د پښتو ژبې ځانګړنې

پښتو ژبه چې د لرغوني یوناني ژبو له ډلې څخه شمېرل کېږي، په خپلو همزولو ژبو کې یې یوه ژبه هم د نفوس او جوړښت له مخې سیالي نه شي کولای. د دغې ژبې دوه خونیدې ژبې اوستا او ساننسګریټ دي؛ چې اوس یې یوازې نوم اوریدل کېږي، چې په دې نوم ژبې وې؛ خو د ویلو په لحاظ په بشپړه دول مړې شوي دي او دا ژبې اوس ویونکي نه لري. 

د غه ژبه په افغانستان، پاکستان، هند، ایران او د نړۍ په زیات شمېر هیواونو کې د پښتنو مهاجرو له خوا ویل کېږي. د دې ژبې زیات ویونکي په افغانستان کې دي، ځکه د افغانستا رسمي ژبه ده او د افغانستان اکثریت وګړي پر دې ژبه خبرې کوي. چې په افغانستان کې یې د وینکو شمېر شاه او خوا اویا میلیونه تنو ته رسېږی. له افغانستان څخه وروسته یې په پاکستان کې د ویونکو شمېر زیات دی. 

پښتو ژبه یوه لرغوني یوناني ژبه ده؛ چې له زرګونو کالو راهیسي د مرکزي اسیا خلک پرې ژبه خبرې کوي. دا ژبه مخکې له اسلامه په یوناني، براهمني او نورو لیکونو باندې لیکل کېده؛ چې د اسلام سپېڅلي دین له راتګ سره یې لیکدود عربي شو. 

د دې ژبې توري یا ګرافیمونه د عربي ژبې غږونه دي، پاتې نور عجمي توري یې هم د عربې ژبې د تورو په تقلید سره لیکل شوی دي. دغه ژبه ټول څلورڅلویښت توري لري، چې اته نړیوال یې عبارت دي له ( ټ، ډ، ړ، ڼ، څ،ځ،ښ،ږ) څخه دي. څلور توري د فارسي، پښتو او خینې نورو ژبو تر منخ مشترک کارول کېږیږ لکه دا تورې ( چو پ، ژ،ګ) اته ویشت نور توري یې له ټولو ژبو سره مشترک دي. دا یوازینۍ ژبه ده، چې پنځه یاګانې لري، چې یوه یا یې په  تولو ژبو کې لیدل کېږي او څلور نورې یې د پښتو ژبې خپله ځانګړنه ده، چې په نورو ژبو کې نه لیدل کېږي. پر دې سربېره پښتو ژبه دوه نیم واک توري او اووه خپلواک توری لري. 

دغه ژبه یوه تصریفي ژبه ده، چې فعلونه، نومونه، ستاینومونه او نومځری یې د تصریفېدو ځانګړتیا لري. فعلونه یې د مانا له مخې پر درې ډلو ویشل کېږي ۱: لازمي ۲: متعدي ۳: حکمي متعدي څخه عبارت دي. چې دا فعلونه له دریوو اړخونو جنس، عدد او شخص له مخې ګردان کوي. د دې ژبې نومونه بیا د د جنس، عدد او حالت له مخې ګردان کوي. سربېره پر دې دا ژبه نورې ډېرې ځانګړنې لري؛ چې د ټولو ذکر کول یې په دې ځای کې ستونزمن دي. 

                                         اخځونه
۱: محبوب، محبوب شاه. ( ۱۳۹۶). پښتو ژبدود. جلال اباد: مومند خپرندویه ټولنه 
۲: مرهون، محمود. ( ۱۳۹۶) تاریخي ژبپوهنه. کابل: کائنات څېړنیز او د ژباړې مرکز