معصوم ستانکزی: د دواړو خواو ترمنځ د ناستو ځنډ د اندېښنې وړ مسله نه ده

روهي(درې نۍ/۱۵ د تلې)، ولسمشر محمد اشرف غني د دوشنبې په ورځ په دوحه کې د حکومتي پلاوي سره د سولې مذاکراتو په اړه ولیدل او خبرې یې ورسره وکړې.

ولسمشر له دې لیدنې وروسته رسنیو سره خبرې نه دي کړې، خو د افغانستان د اسلامي جمهوریت د خبرو د ډلې مشر، محمد معصوم ستانکزي رسنیو ته ویلې، چې د خبرو ځنډ ډېر د اندېښنې وړ نه دی؛ ځکه چې دواړه خواوې د سولې خبرو ته ژمن دي.

د حکومتي پلاوي غړی خالد نور هم ډاډمن دی او وایي، دواړه غاړو د ستونزو د حل په موخه څو ناستې کړې دي او تمه چې مذاکرات ژر یوې پایلې ته ورسیږي. که څه هم نوموړي د اختلافاتو په اړه جزئیات نه ورکړل، خو ویل کیږي چې دوه مسلې په ټپه ولاړې دي - د حنفي فقهې مسله او دا حقیقت چې د افغانستان حکومت د متحده ایالاتو او طالبانو هوکړه د خبرو لپاره د چوکاټ په توګه نه پیژني.

ولسمشر غني، چې پرون قطر ته په دوه ورځني رسمي سفر تللی، ټاکل شوې ده چې د افعان سولې په برخه کې د لوړ پوړو چارواکو سره وګوري؛ تر دې وړاندې د حکومت مرکچي غړي نادر نادري ویلي و، چې قطر ته د ولسمشر سفر د سولې خبرو سره مستقیم تړاو نه لري.<!--/data/user/0/com.samsung.android.app.notes/files/share/clipdata_201006_063010_284.sdoc-->