ولسمشر غني په دوحه کې د طالب استازو سره نه ګوري

روهي(دوه نۍ/۱۴ د تلې)، ولسمشر محمد اشرف غني نن په یو دوه ورځني سفر قطر ته ولاړ ترڅو هلته ددې هېواد له مشرانو سره په دوه اړخیزو کتنو کې د دواړو هېوادونو په اړیکو او افغان سوله خبرې وکړي.

جمهوري ریاست وايي ولسمشر غني نن لومړی کوېټ ته ولاړ او هلته یې د کوېټ د مخکېني امیر د فاتحې په مراسمو کې هم برخه واخیسته او ددې هېواد ولسونو ته یې د خواخوږۍ مراتب وړاندې کړل.

د جمهوري ریاست مرستیال ویاند دوا خان مینه پال وایي، ولسمشر به په خپلو لیدنو کې په افغانستان کې د اوربند د ټینګښت پر موضوع هم خبرې وکړي.

نوموړي په خپلو خبرو کې زیاته کړې: "په دې کې شک نه‌شته چې اوربند د افغانانو او حکومت لومړۍ غوښتنه ده. د سیمې د هېوادونو او اسلامي نړۍ غوښتنه هم همدا ده، موږ له دې غوښتنې نه‌یو په شا شوي."

د راپورنو پر بنسټ چې ولسمشر غني به په قطر کې د حکومت له مرکچي پلاوي سره هم چې له طالبانو سره په خبرو بوخت دي، وګوري خو نوموړی به په دوحه کې د طالب چارواکو سره کومه لیدنه ونه لري.

په دوحه کې له څه باندې درېیو اوونیو راهیسې د دولت او طالبانو مرکچیان د سولې په خبرو بوخت دي، خو لا هم د اجنډا پر سر هوکړې ته نه دي رسیدلې.
<!--/data/user/0/com.samsung.android.app.notes/files/share/clipdata_201005_173844_767.sdoc-->