ولسمشر غني د حکومت له مرکچي پلاوي سره کتلې دي

روهي(دوه نۍ/۱۴ د تلې)، ولسمشر غني دوحې ته د خپل سفر په ترڅ کې نن د سولې خبرو لپاره د حکومت له مرکچي پلاوي سره کتلي دي، ټاکل شوې ده ولسمشر د خپل دغه سفر پر مهال د افغان سولې لپاره د امریکا له خاص استازي زلمي خلیلزاد سره هم بحث او خبرې وکړي.

ولسمشر غني نن دوحې ته راسیدلی ترڅو هلته د افغان سولې په برخه کې د قطر له امیر او اړونده چارواکو سره خبرې وکړي.

په پام کې ده چې جمهور رئیس غني پلازمېنه دوحه کې د قطر امیر، لومړي وزیر او نورو مقاماتو سره پر کتنو سربېره دوحه انسټیټیوټ کې ډيپلوماتانو، استادانو، پوهانو او محصلینو ته وینا هم وکړي.
<!--/data/user/0/com.samsung.android.app.notes/files/share/clipdata_201005_171358_512.sdoc-->