پروان کې ترافیکي پېښې ۳ کسان وژلي

روهي(دوه نۍ/۱۴ د تلې)، د پروان د ترافیکو مدیر وایي، چې نن سهار شاوخوا شپږ نیمې بجې د پروان ولایت په مربوطاتو کې د کابل- پروان په لویه لاره ترافیکي پېښه رامنځته شوې، چې له امله یې درې کسان مړه او درې نور سخت ټپیان دي.

د هغه په خبره، یاده پېښه یو سراچه موټر پسې رامنځته شوې چې د پروان ولایت په چیګل سیمه کې له سړکه ووت او چپه شو.

چارواکي وایي پېښه د موټر چلوونکي د بې احتیاطۍ له امله رامنځته شوې ده.<!--/data/user/0/com.samsung.android.app.notes/files/share/clipdata_201005_152623_156.sdoc-->