عراق کې د امریکایي ځواکونو پر اډو راکټي بریدونه شوې دي

روهي( دوه نۍ/ ۱۴ د تلې)، د راپورنو له مخې د عراق په پلازمینه بعداد کې د امریکایي ځواکونو په دوو اډو راکټي بریدونه شوې دي، چې درې راکټونه په بعداد کې د ویکټوریا په نامه اډه کې دننه لګېدلي دي.

بلخوا په بعداد کې د امریکا سفارت ته نږدې هم د امریکایي ځواکونو په یوه اډه څو توغندي لګیدلې دي؛ په بعداد کې ددې وروستیو راکټي بریدونو د مرګ ژوبلې په اړه لا هم کره جزیئات نشته خو د ځینو عربي رسنیو د معلوماتو په اساس ویل کیږي چې یاد بریدونه کوم ځاني زیان نه لري.

په عراق کې مېشت امریکایي ځواکونو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي خو وړاندې تر دې یې د ورته بریدونو د دوام په صورت کې په دغه هېواد کې د خپل سفارت بندولو ګواښ کړی و.<!--/data/user/0/com.samsung.android.app.notes/files/share/clipdata_201005_135816_266.sdoc-->