د تاوتریخوالي ډیروالی به د سولې فرصت له منځه یوسي 

روهي( دوه نۍ/ ۱۴ د تلې)، د افغان سولې لپاره د امریکا ځانکړي استازي زلمي خلیلزاد تازه په یوه کې یو ځل بیا په اوربند ټینګار کړی، نوموړي د افغانانو ترمنځ د خبرو د بریا لومړی اصل  د تاوتریخوالي کمښت بللی او په دواړو اړخونو یې غږ کړی ترڅو یوه سوله یزه فضا رامنځته کړي.
 
خلیلزاد زیاته کړې که د تاوتریخوالي اوسنۍ کچه کمه نه شي نو دا بې باوري به د خبرو پر سر هوکړې ته د دواړو خواو رسیدل ستونزمن کړي؛ د نوموړي په خبره امریکا هم په دوحه کې له دواړو لورو د تاوتریخوالي د کمولو او د باور فضا د پیاوړي کولو غوښتنه کړې ده. 
 
خلیلزاد داسې مهال یو ځل بیا د تاوترخوالي د کمښت غوښتنه کړې چې په افغانستان کې بریدونو زور اخیستی او ډیری قربانیان یې ولسي خلک دي.