امریکا کې د یو وسله وال برید پرمهال دریو افغانانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

روهي (دوه نۍ/ ۱۴ د تلې )، یو وسله وال بریدګر د امریکا په کلیفورنیا ایالت کې داسې مهال په افغانانو ډزې کړې دي، چې هلته افغانانو سودا کوله پېښه د کلیفورنیا په داسې مرکېټ کې شوې چې ډیری افغانان ورځي.

په کلیفورنیا کې د افغانانو ټولنې غړی فرهاد یوسفزی وايي، ډزې په هغه پلورنځي شوې دي چې تر ډېره افغانان ورځي:"دلته سټور دی تر ډېره د افغان ټولنې کسان پکې سودا اخلي، یو کس ورځي، توپانچه ور سره ده او یو کس ولي، بیا بل او دریم چې تښتي هغه هم اوږې ته ولي. "

فرهاد زیاتوي، چې د ټپیانو له جملې د یو کس وضعیت نازک دی، په امریکا کې ددې برید انګیزه لا هم مالومه نه ده، خو ویل کیږي بریدګر هم په سیمه کې له برید وروسته ځان وژنه کړې ده.