په پنځو ولایتونو کې  ۲۳۶ ميلیونه افغانیو په ارزښت اته  پروژې ګټې اخېستنې ته وسپارل شوې

روهي (دوه نۍ/۱۴ د تلې)، د کليو بیارغونې او پراختیا وزارت د کلیوالي لارو جوړولو ملي پروګرام له لوري د هېواد په پنځو  ولایتونو بامیان ۹،۶ کيلومتره سړک ، پکتیکا کې اته کیلومتره سړک،  په دایکنډي ۱۵،۲ کیلومتره سړک  او په  پنځه  نورې پروژې په جوزجان کې  چي  ۲۱،۲ کيلومتره  د سړک جوړولو په کې شامل دی،  چارې یې بشپړې شوې چې له دې ټولو پروژو څخه به  ۷۷۶۲۰ کسان او  لس زره کورنۍ ترې  ګټه اخلي او په کاري  بهیر کې یې څه کم نوې زره کاري ورځې هم د سېمې خلکو ته ایجاد شوې.

همدرنګه د هېواد  په بامیانو کې د سړک جوړولو د دوو پروژو چارې د  ۳۶ ميلیونه افغانیو په ارزښت، په بدخشان کې د ۱۴ ميلیونه افغانیو  په ارزښت د استنادي دیوال پروژه   او په فاریاب  کې د ۲۴،۴ ميلیونه  افغانیو په ارزښت د پله د جوړولو د پروژې چارې پیل شوې، چې په کاري   بهیر کې به یې   ۱۲۳۹۲ کاري  ورځې رامنځته شي  او ۲۷۸۰ کورنۍ  او ۴۰۰۰ کسان  به له دې پروژو څخه ګټه اخلي.