لاریون کوونکي: لوکاشینکا دې واک خوشې کړي

روهي ( دوه نۍ/ ۱۴ د تلې)، په بیلاروس کې دا د اعتراضونو اتمه اونۍ ده چې خلک د ولسمشر الکساندر لوکاشینکا د لرې کیدو غوښتنه کوي؛ لوکاشینکا له ۲۶ کاله کیږي چې په بیلاروس مشري کوي.

د راپورنو پر بنسټ یکشنبه هم د مینسک په لاریونونو کې له یو لک زیات کسانو برخه اخیستې وه؛ چې د لوکاشینکا ضد شعارونه یې ورکول او د هغه له واک لرې کیدو غوښتنه یې کوله.

مخالفین او د لاریونونو ګډونوال وایي، الکساندر لوکاشینکا په درغلیو د اګسټ نهمې ټاکنو کې ځان بریالی کړی؛ پولیسو ددې لاریونونو پرمهال ګڼ شمېر کسان نیولې او د لاریون کوونکو د خوارولو لپاره په هغوی د اوښکې بهونکي ګاز کار اخلي.<!--/data/user/0/com.samsung.android.app.notes/files/share/clipdata_201005_081349_437.sdoc-->