ځیني هېوادونه د افغانانو ترمنځ په خبرو کې د منځګړیتوب هڅه کوي

روهي (دوه نۍ/۱۴ د تلې)، د افعان حکومت مذاکراتي پلاوي ځینو غړو تازه له ځینو سرچینو سره په خبرو کې ویلې، چې لا هم د دواړو ډلو ترمنځ مخالفتونه شته، او همهاله ورسره د ځینو هېوادونو لخوا د دواړو ډلو ترمنځ د منځګړیتوب هڅې کیږي.

د افعان مذاکراتي پلاوي غړو په دې برخه کې پوره معلومات نه دي ورکړې خو تازه له دې خبره سره جوخت قطر، جرمني، ناروې، ازبکستان او اندونیزیا هېوادونو د افغان سولې د ملاتړ په نامه ډله هم جوړه کړې او ژمنه یې کړې چې له افغان سولې سره به همکاري کوي.

د افغانانو ترمنځ د خبرو پرمهال داسې وخت د ځینو هېوادونو د منځګړیتوب خبره کیږي چې تازه زلمي خلیلزاد، د ناټو او اورپایي ټولنې استازو له مذاکراتي پلاوو سره ناستې کړې دي.
<!--/data/user/0/com.samsung.android.app.notes/files/share/clipdata_201005_075827_146.sdoc-->