ولشمسر غني د کوېټ او قطر په طرف روان شو

روهي(دوه نۍ/۱۴ د تلې)، تلېولشمسر محمد اشرف غني نن سهار د یو لوړ پوړي دولتي پلاوي او د رسنیو له استازو سره یو ځای د کوېټ په لورې روان شو، نوموړي به په دې سفر کوې لومړی په کوېټ کې ددې هېواد وفات شوې امیر فاتحه ترسره کړي او وروسته به قطر ته سفر وکړي.

ولسمشر غني به قطر ته په خپل دوه ورځني سفر کې د قطر له چاوراکو، افغان مذاکراتي پلاوي د افغان سولې لپاره امریکا استازي زلمي خلیلزاد او په افغانستان کې د ناټو عمومي قوماندان جنرال سکاټ میلر سره د افغان سولې په برخه کې جلا جلا لیدنې ولري.

ولسمشر غني به د سفر په دوهمه ورځ د قطر له شیخ تمیم حمد ال بن الثاني سره وګوري، هلته د افعانانو ترمنځ خبرو او د دواړو هېوادونو ترمنځ په اړیکو به ورسره خبرې وکړي.

افغان ولسمشر داسې مهال دوحې ته سفر کوي چې هلته د افغان سولې خبرې روانې دي او ګنګوسې دي چې ژر به دواړه خواوې په اوربند هوکړه وکړي.<!--/data/user/0/com.samsung.android.app.notes/files/share/clipdata_201005_074141_316.sdoc-->