لومړۍ برخه

 لومړى څپرکى
له نورو سره دراشه درشې او کړنې بنسټيز فنونه
که غواړئ شات ولرئ، کندو يې په لغته مه وهئ!
د ١٩٣١ کال د مى په ٧ د نيويارک ښار د انسان دښکار د تر ټولو هيجان زيږونکې صحنې ليدونکی و چې تر دغې نېټې یې بېلګه په دغه لرغوني ښار کې نه وه تېره شوې :
دوه تمانچه اى قاتل نيول شوى و.
له اونيو پلټنو، څارنې او تېښتې وروسته اخر کرولى چې په دوه تمانچه اى قاتل مشهور و؛ د وست لند په کوڅه کې د خپلې معشوقې په کور کې ونيول شو. کرولي د خپلو ورته هم مسلکانو پر خلاف نه څکل اونه یې شراب پرشونډو ايښي وو.، دا يوه استثنا ګڼل کېداى شي . د کرولي د پټنځاى لاندينۍ طبقه د ١٥٠ کار پوهو پوليسو په محاصره کې وه، دوى غوښتل چت سورى کړي او داوښکه بهوونکي ګاز په کارولو پوليس دا وژونکى قاتل ونيسي .
همدا راز نزدې اپارتمانونو کې ډېرې ماشينګڼې لګول شوې وې چې دده ځاى يې په نښه کاوه؛ يوه شيبه وروسته دغه آرامه فضا له ډزو ډکه اوپردغه ارامه سيمه يې يو وحشت حاکم کړ.
کرولي چې ديوې صندلۍ شاته يې مورچل نيولى و؛ د کوټې پر غولي رغښته او د پوليسو ډزو ته يې ځواب ورکاوه، تر ١٠ زرو زيات کسان د سيمې په پياده رو کي راټول شوي وو؛ او په ښار کې دغه بېسارې هيجان زېږوونکې پېښه يې څارله .
د کرولي تر نيولو وروسته د نيو يارک د پوليسو مشر روښانه اعتراف وکړ چې دا دوه تمانچه اي جنايتکار د نيو يارک په تاريخ کې تر ټولو سخت جنايتکار دى، هغه دومره تېز چنګ اوبې رحمه دى، چې په يوه رالويدونکى پاڼه ډزکوي اوپه هوا کې يې ولي .
خو دوه تمانچه اي کرولي د ځان په باب څه نظر درلود او څرنګه يې فکر کاوه؟ زه يو له هغو کسانو يم چې ددې پوښتنې په ځواب پوه يم او تاسو ته يې وايم : په هغو شيبو کې چې پوليسو دده پر کور يرغل وکړ؛ دى ناست واو هغو خلکو ته يې ليک ليکه چې ده پورې مربوط وو، او د خپل بدن له هغه وينې نه يې په يو څاڅکى ليک سور کړ؛ چې د مردکي له ځاىه څېڅده .
په دې ليک کې يې د داسې کسانو په څېر ليکلي دي چې لطيف انساني او شاعرانه احساس لري . زما د کميس د چپې خوا لاندې يوستړى خو مهربان زړه تر اوسه خوزېږي، داسې زړه چې هيڅکله د بل چا د زورولو په نيت نه دى خوځېدلى .
د دې پېښې نه څو ورځې مخکې پېښې ته ګرځو چې کرولي په لانګ اېلند کې خپل موټر په يوه کوڅه کې ودراوه او د خپلې معشوقې سره په مينه او محبت بوخت و؛ له بده مرغه يو پوليس را پيدا شو او دکوڅې په منځ کې ولاړ موټر ته يې پام شو، له بده مرغه پوليس د موټر خواته راځي اوله چلوونکي غواړي دمهربانۍ له مخې خپل جواز ورکړي .
کرولي بې له دې چې د چا دځورولو نيت ولري، جېب ته لاس کوي خو د جواز پرځاى تمانچه لاس ته ورځي او د برېښنا په چټکتيا د مزاحم پوليس بدن په سربې مردکيو سورى سورى کوي . سرئې په مردکي ولي؛ خپل موټر ته خيژي او د خپلې هغې معشوقې؛ چې مينه يې بشپړه شوې نه وه؛ ځاى پرېږدي . دا آرام او متين ښاغلى هماغه چې په خپل ليک کې ليکي:
زما د کميس دچپې خوا لاندې يو داسې زړه درزېږي چې هېڅکله د چا د ځورولو په نيت نه دى دربېدلى. آيا کرولي ځان غولوي يا انګېري چې خلک دومره ساده دي او د ده دا خبره مني چې ده دنورو د ځورونې نيت نه درلود؟ هغه نه پوهېده چې ناسمې او ناروا غوښتى يې کم ترکمه د نورو د غوښتنو په خلاف راتلې ؟
کرولي وروسته د بريښنا په واسطه په اعدام محکوم شو.فکر وکړئ آيا هغه چې کله دسينګ سينګ په زندان کې د مرګ په کوټه کې ګرځېده دايې ويل (دا د هغه چا سزا ده چې خلک وژني)؟
نه ! هغه دمړينې پر مهال هم د خپلې کړنې په ناسموالي ګروهمن شوى نه و او ويل يې: (دا هر څه په دې خا طر دي؛ چې غوښتل مې له ځانه دفاع وکړم) دوه تمانچه اى جنايتکارا و چټک پوليس وژونکي کرولي ځان هېڅ ګناهګار نه ګاڼه . رښتيا! تاسو فکر وکړئ د برخورد دا لاره په جنايتکارانو کې استثنايي او غير عادي ده؟ نه رښتيا داده چې دا طريقه په لږ اختلاف ددوى ټولو په منځو کې يو شان ده چې دا طريقه په لږ اختلاف ددوى ټولو په منځونو کې يو شان ده. د دې خبرې د تائيد لپاره لاندې پېښې ته پام وکړئ :
(زما د ژوند تر ټولو ښه کلونه په دې تېر شول چې خلک د ژوند له خوږو او لطيفو خوندونو برخمن کړم، زما هڅه داوه چې هغوى خپل وختونه په خوښۍ تېر کړې؛ خو چې د دې بدل کې مې څه په برخه کېږي؛ هغه کنځلې، لعنت اوبدې ردې دي؛ چې اورم يې اوبديې لا دا چې تل تر څارنې لاندې يم).
دا چې مو ولوستلې؛ دا دامريکا د ټولنې تر ټولو سخت د ښمن ال کاپن ويناوې دي چې دشيګا ګو د ګانګسترانو ترټولو مشهور شخص و او د ويروونکیو بانډونو د مشر په توګه ووژل شو اوله ځانه یې همېشنۍ کرکه پرځاى پرېښوده. ال کاپن هيڅکله ځان پړ نه ګاڼه اونه يې محکوماوه . هغه رښتيا ځان د خلکو خدمتګار ګاڼه؛ خو داسې خدمتګار چې خلکو يې قدر نه دی پېژندلى .
بلې بېلګې ته پام وکړئ، شولتز د امريکا يو ډېر لوى بدنام جنايتکار دى، چې په هالندي شولتز مشهور دى . د يوې ورځپاڼې سره د مرکې پر مهال ال کاپن ته بيخي ورته په ښکاره ډول اعلان وکړ: ( زه د خلکو د خدمتګارانو زړګى يم). ډېره د پام وړ يې داده چې ده په خپله وينا پوخ ايمان درلود، دا خبره يې د نيويارک د ګانګسترانو د مردکي په وسيله ترمړينې څو ورځې مخکې کړې وه .
ما د نيويارک د مهشور زندان سينګ سينګ له مدير ښاغلي واردن والاس سره ډېر ليکني اړيکي درلودل او ډېر جالب ليکونه مويو بل ته لېږلي دي ښاغلى والاس ګروهمن دى چې (دهغو جنايتکارانو په منځ کې چې دسينګ سينګ زندان يې ډک کړى دى، داسې کسان ډېر لږ دي چې ځانته تباهکار ووايي؛ دوى ادعا کوي او ډېر دلايل ورته پيدا کوي چې زما او ستا په شان دانساني ارزښتونو او اخلاقي ښېګڼو لرونکي دي .د ښاغلي والاس د يوه ليک يوه برخه : (دوى زياتره ددې لپاره دلايل جوړوي، چې ولې يې يو صندوق مات کړى، يا يې په زوره سره پر ماشه ګوته راښکلې ده، دوى نه يوازې په منطقي يا غير منطقي دليلونو غواړي؛ ځان نورو ته سپين کړي؛ لا دا هم غواړي چې خپل ټولنيز ضد عملونه توجيه هم کړي او کله دومره م مخکې ځي؛ چې په ډېره ټينګه په خپله بې ګناهۍ زور واچوي او وايي :چې بايد هيڅکله نه واى بندي شواى ....!)
دوه تمانچه اى کرولي، ال کاپن ، شولتنز اونور چې پياوړي تباهکاران او په عين وخت کې نهيلي وو؛ يا په زندان کې اعدام شول؛ يا د خپلو ملګرو له خوا وويشتل شول، خو هيڅکله يې ځانونه پړه نه ګڼل او حتى پرخپله بېرحمۍ يې هم باور نه و؛ خو آيا زموږ او ستاسو او نورو خلکو نظرهم چې دغه دول خلک وينو؛ د دوى په باب دغسې دى؟ څرګنده ده چې نه ! موږ ته د هغوى کړنه مهمه ده . موږ کله يا زياتره حتى د خپلو ځانونو په باب هم سم قضاوت نه شو کولاى، ځکه سم قضاوت واقعبينې غواړي . د جان وانا مېکر دا اعتراف ډېر د پام وړ دى؛ چې تر مرګ ١٠ کاله د مخه يې کړى و: (ديرش کاله مخکې پوه شوم چې بدې ردې ويل ډېر ناوړه کار دى؛ زه پر خپلو محدوديتونو د بري لپاره ډېر ځورېږم ، نور وخت چې پاتې کېږي؛ چې پر افسوس کولو او ځان ځورولو يې تېروم، ولې خداى د عقل او شعور تحفه د خپلو بني ادمو مخلوقاتو په منځ کې په يوشان نه ده وېشلې) .
دا ښاغلى هغه وخت په دې پوه شوه چې ٤٠ – ٥٠ کاله يې له دې محبت نه د ګټې اخستو لپاره وخت درلود، خو آيا زه هم ددغسې نتيجې دلاس ته راوړلو لپاره ٣٠ يا زيات کلونه ولګوم؟ زه هم ايله په ديرش کاله کې دې نتيجې ته ورسېدم، چې په هرو سلو خطاوو کې چې خلک يې کوي؛ ډېرلږ به داسې څوک پيدا شي، ځان تر يوې غلطۍ د ډېرو لپاره ملامت کړي .
دداسې خلکو انتقاد او بدي راښکاره کول دومره ګټور نه دي؛ ځکه دوى د فاعلي حالت او د خپلې غلطۍ د توجيه کولولپاره دلايلو جوړولو ته هڅوي. له بلې خوا انتقاد دا خطر لري چې د اشخاصو ګرانبيه غرور او د دوى د ځان مهم ګڼلو حس تاواني کړي؛ چې نتيجه به يې د کينې او دښمنۍ داحساس راپارول وي .
نه پوهېږم د المان په پوځ کې به دا کړنلاره تر اوسه وي که نه چې يو سرتېرى د رټلو نه وروسته زر د شکايت حق نه لري؛ يو وخت خو داسې کېده؛ که اوس هم وشي؛ بده نه وي. رټل شوى پوځي هغه وخت دشکايت حق نه لري؛ چې قار يې کينې او غصه يې ارامه شي. که چا به دا طريقه پرېښوده او زر به يې شکايت وکړ؛ جزا به يې ليده . زما په ګومان په شخصي ژوند کې هم د داسې مقرراتو په پام کې نيول ګټور واقع کېداى شي .کېداى شي د مور اوپلار دقار، دښځې د ډونګېدو او مشرانو د بدو ردو ويلو پر مهال مراعات شي .
د ملتونو په تاريخ کې د داسې ښکاره انتقادونو بېلګې موندل اسان دي؛ چې بدې پايلې يې لرلي دي . يوې داسې بېلګې ته چې ښايي ځينو ته ياده وي، پام راواړوئ :
د تیوډور رزولټ جنجال او د جمهوريت غوښتونکي ګوند له خوا د جمهور رئيس تافت دعوه په دې پاى ته ورسېده چې د دواړو په ځاى ښاغلى میلن پر تخت کښېناست . جمهور رئيس روزولت د زمريانو ښکار پسې افريقا ته لاړ (۱٩٠٨)، تافت د روزولت په غياب کې د هېواد چارې پرمخ بوتلې؛ خو دده محافظه کارۍ جمهور رئيس رزولت وتوراوه؛د افريقا له سفر څخه تر راګرځېدو وروسته يې پر تافت سخت انتقادونه وکړل او هغه يې وغنده . په دې لټه کې شو؛ چې ددرېم ځل لپاره ځان جمهوري رياست ته کانديد کړي . ده د جمهوريت غوښتونکي ګوند په انحلال او د موز ګوند په جوړولو انتخاباتو ته راودانګل؛ د جمهور رئيس روزولت د انتقاد دا پايله شوه چې جمهوريت غوښتونکى ګونديواځې په دوه ايالتونو ورمون اويوتا کې وځلېد او د امريکا دغه تر ټولو پياوړي ګوند د تاريخ ډېره شرموونکې ماته وخوړه.
روزولت تافت د ماتې عامل ګاڼه؛ خو اياتافت دا منله ؟ نه؛ ده هيڅکله دا ونه منله چې پړه ومني . په داسې حال کې چې او ښکى يې په سترګو کې وې؛ ويل به يې؛ ( نه پوهېږم ، څنګه چې مې کولاى شو، ددې نه بل شان کړنه ترسره کړم ).
زه نه غواړم او نه شم کولاى قضاوت وکړم؛ چې څوک په حق و؛ خو ويلې شم چې د روزولت انتقادونو ونه شول کولى تافت قانع کړي اونتيجه يې داشوه چې تافت هڅه وکړه چې د خپلو کړنو د سم ګڼلو لپاره له اوښکو ډکو سترګو سره دا خبره بيا بيا وکړي
داسې کسان به هم وي چې د دويم اسکاندال تيپوت د نفتو د شرکت کيسه به يې ياده وي؛ په هر حال که هيره يې هم وي؛ يادول يې بې ګټې نه دي .
دويم اسکاندال تيپوت ددې سبب شو چې هاغه مهال ورځپاڼې په نه ستړي کېدونکي ډول تېزې او توندې اوله قهره ډکې مقالې وليکې؛ او پيښه په داسې آب وتاب بيان کړي چې ملت وخوزوي او وارخطا يې کړي. تر دغه مهاله هېڅوک نه پوهېدل چې دامريکا د خلکو په ژوند کې کومه پېښه شوې وي، د اسکاندال پېښه څرګنده او ښکاره داسې رامنځته شوه .
د هارډينګ د کابينې داخله وزيرالبرت فال ګمارل شوى و؛ چې په الک بيل او دويم تيپوت کې د نفتو دولتي ذخيرې په اجاره ورکړي، دا ‌ذخيرې په راتلونکې کې د سمندري پوځونو لپاره بېلې شوې: ویلیام فال چې داخله وزير و؛ دهغې دبيې د لوړولو لپاره يې هېڅ ونه کړل ، هغه دغه له ګټې ډک قرار داد له دوک ادوارد دوهني سره وکړ . دوهني هم د قرض په نوم فال ته یو میلیون ډالر ورکول؛ فال د سمندري پوځ سرتېرو ته امر وکړ، چې ذخيرو ته ورشي او رقيبان چې د خپلو کوهيو له لارې د هيل له ذخيرو نفت راوباسي؛ وشړي په پاى کې کله چې رقيبان د توپ او تورې په زور له سيمې وشړل شول، پر محکمو يې يرغل وروړ چې د يوې سل ميليوني ناوړه استفادې نه پرده پورته کړي .
نتيجه يې يوه داسې ناولتيا شوه چې د هار ډینګ حکومت يې ولړازوه؛او دغې ناولتيا د ټولو حال واړاوه؛ جمهوريت غوښتونکی ګوند له ګواښ سره مخ شو او البرت فال د زندان د پنجرو شاته ولويد؛ فال ډېر زرمحکوم شو، داسې محکوميت چې بېلګه يې ډېره کمه وه؛ خو آيا له خپل کار نه پښېمان شو؟ نه هېڅکله نه! کلونه وروسته هربرت هوور په يوه وينا کې څرګنده کړه چې د (جمهورئيس هار دينګ مړينه د يو دوست دخيانت په وجه له راولاړې شوې سودا او فکري ناارامۍ له سببه وه.) کله چې مېرمن فال دا خبره واورېده؛ له خپلې چوکۍ راپاڅېده په زوره زوره يې وژړل؛ په داسې حال کې چې خپل لاسونه يې په هوا کې خوځول پر خپل سرنوشت يې لعنت وايه او چغې يې يې وهلې (څه اورم، فال؛ هاردينګ سره خيانت کړى دى) نه ! زما مېړه هيڅکله چا سره خيانت نه دى کړى که دا کوټه ټوله له سرو زور ډکه شي مېړه مې لار نه ورکوي، له هغه چاسره چې خيانت شوى دى؛ دار ته ټيل وهل شوى او مصلوب شوى دى؛ هغه زما مېړه دى .
وينئ؟ د بشر طبيعت د خپل کارپه اړه داسې دى . ورانکاري ترځان پرته نور ټول پړه ګڼي، موږ ټول دغسې يوو، ځکه موږ او تاسې هريو که کله غواړو په چا انتقاد وکړو، بايد ال کاپن ، کرولي او ښاغلى آلبرت فال په ياد راولو، راځئ دايوه خبره ده درته وکړم، چې انتقاد د داسې کوترې په شان دى چې؛ د باز کورته ورګرځي.
هو! تربيه کوترې خو خپل کورته ځي . اجازه راکړئ دا ټکى ياد کړم چې کله موږ غواړو پرچا انتقاد وکړو؛ هغه هم ممکن د ځان د پاکولو لپاه دلايل ولټوي اوپه بدل کې موږ محکوم کړي اويا د مهربان تافت په شان ووايي :(نه پوهېږم څنګه چې مې کولاى شو، له دې پرته بل څه وکړم؟!). د ١٨٦٥ داپريل په ١٦ د شنبې په سهار ابراهام لنکلن د يو ارزان بيه هوټل د خوب په کوټه کې چې د فورډ تياتر پکې و؛، په مردکي ولګيد او لوړ اندام يې په هغه کټ راولويد، چې له ده نه ډېرلنډ و، د بسترې له پاسه يې روزابونهیور کم بيه مشهوره تابلوهارس فایر پرته وه او دګاز يوې مړې او لړ زېدونکي وړانګې کوټه روښانوله .
په هماغه حال کې چې لنکلن ساه ورکوله؛ د ده د جنګ و زير سټانټن لګياو، ويل يې، تر ټولوی کامل واکمن چې نړۍ تراوسه ليدلى دی؛ دلته پروت دى . ستانتن په دغه حال کې د لنکلن وژنځاى ته په لاس اشاره کوله . رښتيا د خلکوسره د سلوک په کار کې د لنکلن د برې راز څه و؟
ما ١٠ کاله د ابراهام لنکلن په ژوند کې څېړنه کړې ده او درې کاله وخت مې د (ناپېژندل شوي لنکلن) په نوم د کتاب په ليکلو اوسمولو لګېدلي دي، فکر کوم دامکان تربريده مې د لنکلن د شخصيت او کورني ژوند په جزئياتو کې څېړنې کړې دي، د خلکو سره مې د لنکلن د راشه درشې د ډول اورفتار په باب ځانګړى څېړنې کړي دي .
آيا هغه د خر ده ګېرۍ عادت درلود؟ هو، هغه دا کار کاوه. هغه د ځوانۍ په ورځو کې د (انديانا) د پيجن کرېک په دره کې نه يواځې شفاهي انتقاد بلکې ليک، مقاله، او شعر هم ليکه او ځينې کسان يې پکې ريشخندول، هغه به ليکونه په داسې کوڅو کې غورځول چې ډاډه به و، دنظر وړ خلک يې پرې تېرېږي. په دغو ليکونو کې؛ يوه يې داسې قهر او غصه راوپاروله چې تر عمره يې لمبې بلې وې .
لنکلن په سپرينګفیلډ (الينوى) کې د وکالت له پيل نه وروسته سمدستي د خپلو مخالفانو پرضد په سر خلاصي ليک کې چې ورځپاڼه کې خپرېده، انتقاد کاوه، هغه دا کار يوځل نه بلکې څو ځلې وکړ، په ١٨٤٢ کې لنکلن د يوه ځان غوښتونکي او جنګيالي ايرلندي سياستوال جمز شيلدز سره ونښت . لنکلن په يوه مقاله کې چې په (سپرينګفیلډ ژورنال) کې ديوه ناپيژندويه شخص په نوم خپره شوه؛ نوموړى ايرلندی ريشخند کړ، دده مخالف ډېر قارندونکى سړى و، په اس سپور شو ، راغى او لنکلن يې دويل ته وروباله، لنکلن د دويل مخالف و؛ خو د هغه له شره نه شو خلاصيداى، بايد خپل حيثيت یې هم ساتلى واى. ده ته اختيار ورکړل شوى و؛ هر ډول توره چې غواړي؛ غوره دې يې کړي، دا چې ونه يې لوړه وه؛ د سپاره پوځ لنډه توره يې غوره کړه او يوه موده په (ويست پوينټ) کې د تورې وهلو په زده کړو بوخت شو.
په ټاکل شوې ورځ هغه او شيلډز دمسي سي پي د رود پرغاړه سره مخ شو ل او تر وروستى سلګۍ د جګړې لپاره تيار وو، خو په وروستۍ شيبه کې ګواهانو مداخله وکړه او د هغوى دويل مخه يې ونيوله .
دا پېښه د لنکلن د ژوند له ټولو بدو پيښو څخه وه، ده ته يې د خلکو سره دسلوک او برخورد په باب ګرانبيه درس ورکړ، هغه بيا هيڅکله چاته سپکونکى ليک ونه ليکه؛ بيا يې پر چا ريشخندونه کړ اوله دغې ورځې وروسته يې هيچا په هيڅ شي انتقاد ونه کړ. د کورنۍ جګړې پرمهال په لنکلن هر ځل نوي جنرال خوښاوه او دپوځ په سر کې په يې ټاکه، دوى هريو لکه مک کيلان، پوپ، برنسايد، هوکرو، ميد ډېرې لو يې سهوې وکړې؛ خو لنکلن به په داسې حال کې چې په نهيلۍ کې به ډوب و، په کوټه کې ګرځيده .د امريکا نيم نفوس دغه نا اهله جنرالان غندل خو لنکلن په دې شعار ( نيکي له ټولو سره او بدي له هيچا سره) ، به يې خپل دننني سکون ساته، دا خبره به يې داسې نقل کوله ، (قضاوت مه کوه چې ستا په باب قضاوت ونه شي)
کله چې مېرمن لنکلن او نورو د امريکا دجنوب خلکو په باب په قهر او شور خبرې کولې؛ لنکلن جواب ور کاوه: ( پرهغوى انتقاد مه کوئ، که موږ په دغسې شرايطو کې واې، هماغسې به واي)
نو ځکه که کله به يې انتقاد کاوه هغه به يې هم پرځان کاوه، يوه بېلګه یې وګورئ: د ١٨٦٤ د جولاى په لومړيو درېورځو کې د ګټسبورک جګړه وشوه په څلورمې شپې (لى) جنوب لور ته شاته تګ پيل کړ، په داسې حال کې چې وريځو ځمکې د باران په سيلابونو خړوب کړې وې، او جنرال لى په دام کې نښتى او تښتېداى نه شو، لنکلن په دې خبره پوه شوى و، دا يو طلا يي چانس و: د (لي) د ځواکونو د نيولو چانس او جګړې ته چټک پاى ورکول ، ځکه لنکلن په ډېره هيله مندى (ميد) ته امر وکړ؛ د نظامي شورا د دايريدو پرته په (لي) بريد وکړي خو خپل پيغام يې تلګرافي ولېږه اوخپل ځانګړى پيک يې هم ميد ته ولېږه او د بيړنى اقدام غوښتنه يې ترې وکړه .
خو جنرال ميد څه وکړل ، هغه پوره د لنکلن دفرمان پرخلاف کړنه وکړ، هغه نظامي شورا راوغوښته او په عملي اقدام کې يې ځنډ وکړ، بريد يې نن او سبا ته وغور زاوه او په تلګراف کې د بيلابېلو عذرونو بهانې کولې. هغه په ښکاره د هيڅ ډول دليل پرته پر (لي) د بريد نه ډډه وکړه ، تر هغه چې د سيند اوبه کيناستې او (لى) په خوندي توګه د خپلو ځواکونو سره دپروتوماک نه تير شو.
لنکلن ته قار ورغى او خپل زوى رابرټ ته يې وويل : ددې څه مانا ده؟ لويه خدايه ددې مانا څه ده؟ هغوى زموږ په منګولو کې وو او همدا ښه وه چې لاس ور او ږود کړو او راته تسليم شي؛ خو هره کړنه چې ما کوله او هره خبره چې مې ويله؛ نه يې شو کولاى پوځ په خوځښت راولي، په داسې شرايطو کې هر جنرال کولاى شو، جنرال (لي) ته ماتې ورکړي حتى که زه تللى واى، نو سزا مې ورکولاى شوه . لنکلن چې زړه يې مات او نهيلي و، قلم يې واخست او اميد ته يې ليک و ليکه، دا بايد روښانه شي چې پر دې مهال لنکلن په خپله ډېرځان ساتی او د کليمو په استعمال کې يې ډېر احتياط کاوه، نوپه ١٨٦٠ کې د ده لاندينى ليک دا مانا لري چې ده (ميد) ته تر ټولو بدې غندنې ليکلي دي:
(فکر کوم چې دلي د تېښتې په وجه د راپيدا شوې بدمرغۍ په ستر توب پوه شوي ياست ، هغه زموږ منګولو کې و، که موږ بريد کړى واى؛ وروستنى برى به مو بشپړ شوی او جګړه پاى ته رسېده، اوس چې وضع داسې شوه، جګړه به هم تر ناڅرګند مهاله روانه وي، تاسو چې وس نه درلود په آرام زړه او د خطر په نه احساس د دوشنبې په ورځ بريد وکړئ، اوس څنګه کولاى شئ د سيند په سهيل کې داسې اقدام وکړئ، په داسې حال کې چې ډېر لږ سر تېري (دپخوا په نـسبت دريمه برخه) درسره پاتي دي، اوس هيله مندي د هو ښيارۍ خبره نه ده او زه هم ددې تمه نلرم چې په داسې مهال دې ستاسو اقدام اغېزمن وي،طلايې وخت له لاسه تللى او دا چې دغسې طلايي چانس مو له لاسه ورکړي ډېر زيات خفه او متاسف يم).
فکر کوئ چې ميد ددې لیک تر لوستو وروسته څه وکړل؟ ميد هېڅکله دا ليک ونه ليد؛ ځکه لنکلن ورته نه ولېږلى، دا ليک د لنکلن تر مړينې وروسته د هغه په پاتې اسنادو او کاغذو کې وموندل شو. ګمان کوم، او دا د ګمان نه ډېر نه دي، چې لنکلن د ليک تر ليکلو وروسته لیک نه دی لوستلی او که لوستلي یې وي؛ ځان ته یې ویلي دي : بايد لږ صبر وکړم، زه بايد له دومره بيړې کار وانه خلم؛ زما لپاره ډېره اسانه ده چې په يو وار او په یوه بې شوره ځاى (سپينه ماڼۍ) کې کېنم او ميد ته د حملې امر وکړم . خو که زه تېره اونۍ د هغه پرځاى په ګټسبورګ کې واى او د ميد هومره وينې بهيدنې مې ليدلې واى او غوږونه مې د ټپيانو د اوازونو له چيغو سره روږدي شوي واى؛ ما به هم د هغه په شان د بريد سره لېوالتيا نه واى ښودلې، که زه د ميد په شان ځوان واى، شايد هغه کار ماهم کړى واى چې ده وکړ، په هر حال اوس د يو سرته رسيدلي کار سره مخ يم . او که داليک ولېږم يواځې ددې لپاره دی؛ چې ځان آرام کړم، خو جنرال ميد به راوپاروي چې د خپلې کړنې سموالي ته لارې وګوري، که هغه په دې خاطر محکوم کړم، سخت به وځورېږي او د يوه قومندان په حيث به نور په کار رانشي، ځکه دنده به پرېږيدي . لنکلن دغه ليک ونه لېږه، ځکه هغه پوه شوى و چې تر خه انتقادونه زياتره نتيجې وي .
تیودور روزولت څرګنده کړى ده؛ کله چې دې جمهور رئيس و، که به له کومې ستونز ې سره مخ کېده، آرم به يې پرچوکى ډډه لګوله او د لنکلن عکس ته به يې؛ چې د مېز په سر ځوړند و؛ کتل او ځانته به يې ويل؛ (که لنکلن زما پرځاى و اى، څه يې کول او دا مسله يې څنګه حلوله ؟)
نو ځکه پرېږدئ؛ هر کله چې بل ځل دې ته تيار شوئ چاته بده خبره وکړئ، تاسوهم دغسې وکړئ اوڅوک چې مو د ژوند سرمشق ټاکلې وي؛ په ياد راوړئ اووایئ چې که اوس هغه واى؛ څه به يې کول ؟
آيا تاسو څوک پېژنئ چې سمولو او تاديب ته يې لېوال ياست ؟ ډېر ښه ، دا ډېر لوى فکر دى، زه هم ستاسو پلوى يم خو له ځانه يې ولې نه پيلوئ؟ د ځان غوښتنې له نظره دا کار د نورو تر سمونې ډېر ګټور دى؛ هو ګټور هم دى او ډېر کم خطر هم لري .
براونينګ وايي : (کله چې جګړه د انسان له دننه پيل شي، هغه د يو قابليت لرونکې وي).
ښايي د ځان د اصلا ح لپاره له اوس نه تر اختر پورې وخت ولرئ، تر هغه وروسته هم کولاى شئ په رخصتيو کې آرام وکړئ او په نوي کال کې دنورو تاديب او انتقاد پيل کړئ، خو ښه دا ده چې لومړى ځان بشپړ کړئ .
کنفوسيوس وايي : (په داسې حال کې چې دخپل کور غولی دې له چټلۍ او واورو ډک دى؛ بايد د ګاونډي د بام له واورو شکايت ونه کړې).
زه چې ځوان وم او ډېره هڅه مې کوله چې نور تر خپلې اغېزې اونفوذ لاندې راولم؛ د ريچارد دیویس هاردنګ مجلې ته د ليکوالو په باب ديوې مقالې دليکلو په تکل کې وم، ما د یوکس نه په ليکوالۍ کې دهغه د مېتود او لارې په باب پوښتلې وو. ما څو اونۍ مخکې يو ليک ورليږلى و چې په پاى کې يې ليکل شوى وو. (دکته شوی خو لوستل شوى نه دى). دې جملې پرما ډېر اغېز کړى و داسې مې وانګېرل چې د جملې ليکوال بايد د ډېر لوړ استعداد سړى وي، زه خو هيڅ مشغول نه وم خو غوښتل مې ريچارد ديويس تر اغېز لاندې راولم، نو ما هم ليک په دې کليمو کې ختم کړ: (دکته شوى دى خو لوستل شوى نه دى). ديويس هيڅ ځان تکليف نکړ چې زما ليک ځواب کړي، يواځې زما ليک يې بېرته راولېږه چې يوه جمله يې پرې زياته کړې وه (تر دې لويه بې ادبې ستا خپله بې ادبې ده). رښتيا يې و يل، ما سهوه کړې وه او د همدغو رټلو او دګلو وړ وم چې ده کړې وو، خو دا چې زه د يو انسان د طبيعت لرونکې يم، ډېر ناآرام شوم، دا ترټنه راته دو مره ګرانه تمامه شوه چې لس کاله وروسته هم چې ديويس ومړ؛ ماته يواځنۍ اولومړنۍ خاطره همدا وه؛ چې را ياده شوه .
که موږ و تاسې وغواړو سبا يو څوک وځوروو، دا ځورونه کېداى شي لسګونه کاله دوام وکړي او تر مرګه له منځه لاړه نشي . که څه هم تاسو د خپلې خبرې په رښتيا ډاډه ياست؛ خو همدا بس ده، چې تاسو يونيش لرونکى انتقاد وکړئ؛ او مقابل لوری ټول عمر له ځانه خفه کړئ .
د خلکو سره د معاشرت پرمهال بايد دا ياده کړو چې سرو کار مو له داسې چا سره نه دى چې منطق يې زده کړى، بلکې له داسې چا سره مخ يوو؛ چې احساسات لري . داسې موجودات دى چې تعصبات او بې دليله ګروهې لري اوغرور او ځان ليدنه يې محرک دى .
انتقاد يوه خطرناکه سپرغۍ ده، چې د غرور د باروتو په منځ کې چاودنه رامنځته کوي، داسې چاودنه چې کېداى شي د هلاکت سبب هم شي. د بېلګې په ډول جنرال لیوناردو تر انتقاد لاندې راغى او ورته اجازه ورنکړل شوه چې له پوځ سره فرانسې ته لاړ شي، دا امر يې پر غرور داسې بد ولګېد چې له بدې اغېزې یې ناڅاپه مړ شو.
ترخه انتقادونه ددې باعث شول چې حساس او ژر خفه کېدونى توماس هاردي چې د انګلستان ښه رومان ليکونکى و؛ د تل لپاره له ليکنې لاس واخلي. انتقاد انګرېز توماس چاترتون ځانوژنې ته اړ ايست . بنيامين فرانکلين چې په ځوانۍ کې بې پروا او تنبل و؛ کله چې يې د امريکا د لوى سفير په حيث فرانسې ته ولېږه؛ ډیر کامیاب راووت . د هغه د بري راز په څه کې و؟ هغه وويل : (زه د هيچا بد نه وايم او تل د وګړو ښېګڼې بيانوم )
هر ناپوهه کولاى شي په انتقاد او شکايت نور محکوم کړي او زياتره احمقان داسې کوي .کارلايل وايي : (يو لوى سړى؛ خپل لويوالی د خپل سلوک په واسطه وړو خلکو ته ښايي) .
راځئ دخلکود محکومولو پرځاى؛ هغوى وپېژنو؛ پرېږدئ هغوى کشف کړو چې ولې يې رفتار دغسې دی؛ دا کار تر خرده ګيرۍ ډیر ګټور دى؛ دا کار د تساهل، هم دردۍ اومهربانۍ منشه ده او د ټولو پيژندل د ټولو د بښلو ما نا لري . هغسې چې ډاکټر جانسن ويلي دي : (حتى خداى پاک هم تر هغې قضاوت نه کوي چې څو پورې چې د انسان عمر پاى ته نه دى رسيدلى).
نو موږ او تاسې ولې دغسې يو کار ته لاس ور وړو؟