د روغتیا نړیوال سازمان: افغانستان کې د کرونا بیا پراختیا وېره شته

روهي (یوه نۍ/۱۳ د تلې)، په افغانستان کې د روغتیا د نړیوال سازمان ددفتر مشر ریک پيپرکرن په خپله تازه مرکه کې ویلي افغان حکومت دې د کرونا وېروس د خطر کمښت خبرې نه کوي، د نوموړي په خبره لا هم په افغانستان کې د کرونا وېروس خطر موجود دی او د افغان حکومت دا ډول څرګندونې له وخت مخکې دي.

نوموړي ویلې، په دې هېواد کې د وېروس د پراختیا وېره شته او باید افغان حکومت د کرونا وېروس په اړه روغتیایي معیاري عملي کړې او د غېر مسؤلانه چلند مخه دې دې ونیسي.

روغتیا نړیوال سازمان داسې مهال په افغانستان کې د کرونا وبا د بیا پراختیا وېره څرګندوي چې په دې هېواد کې ډیری محدویتونه ختم شوې او تازه حکومت د ښوونځیو بیا پېل ته هم اجازه ورکړې ده.<!--/data/user/0/com.samsung.android.app.notes/files/share/clipdata_201004_111801_379.sdoc-->