د میدان وردګو ښارواله له یو وسله وال برید روغه وتلې ده.

روهي ( یوه نۍ/۱۳ د تلې)، ظریفه غفاري چې د میدان وردګو ښارواله ده پرون په کابل کې له یو وسله وال برید روغه وتلې ده؛ نوموړې خپلې دندې ته روانه چې د کابل په ارغندې کوتل سیمه کې پرې وسله وال برید وشو.

غفاري ویلې، په برید کې مونږ ته کوم ځاني زیان نه دی اوښتی خو موټر یې په مرمیو لګیدلی دی؛ د برید په تړاو د کابل پولیسو تر اوسه څه نه دي ویلې.

غفاري چې د میدان وردګو ښځینه ښارواله ده، څه موده وړاندې هم پرې وسله والو کسانو برید کړی و چې د هغه مهال په برید کې د میدان وردګو ښارواله ظریفه غفاري برسیرنه ټپي شوې وه.