هندي رسنۍ: عبدالله عبدالله به ژر هند ته سفر وکړي

روهي (یوه نۍ/۱۳ د تلې)، د هندي رسنیو د راپورنو پر بنسټ ویل کیږي، چې د افغانستان ملي مصالحې شورا مشر ډاکټر عبدالله عبدالله به د یو لوړ پوړي دولتي پلاوي په مشرۍ هند ته رسمي سفر وکړي.

ډیلي ته د ډاکټر عبدالله د سفر موخه د افغان سولې په پروسه کې د هند د ملاتړ ترلاسه کول ښودل شوې دي؛ هند چې د افغانستان دوست هېواد بلل کیږي، ویل کیدل چې د سولې په روانو خبرو کې د پاکستان له رول اندېښنه لري.

عبدالله عبدالله داسې مهال نوي ډیلي ته ځي، چې تازه څو ورځې وړاندې د پاکستان له سفر راګرځیدلی او هلته یې له پاکستاني چاوراکو سره د دوه اړخیزو ترڅنګ د افغان سولې په بهیر خبرې کړې دي.<!--/data/user/0/com.samsung.android.app.notes/files/share/clipdata_201004_094601_491.sdoc-->