سعودي عربستان کې بېرته د حج عمرې مراسم پېل شوې دي

روهي (یوه نۍ/۱۳ د تلې)، د کرونا وېروس بندیزونو له محدویت سره سعودي عربستان کې بېرته د حج عمرې مراسم پېل شوې دي، د سعوي حکومت وایي له شپږو میاشتو ځنډ وروسته یو ځل بیا د نړۍ مسلمانان کولی شي، ترڅو د ټولو روغتیایي سپارښتنو په تعقیب دې هېواد ته د مکې مکرمې د زیارت لپاره ورشي.

د سعودي حکومت وایي، د عمرې ترسره کولو لپاره ورتګ پېل شوی، خو هغه کسان چې غواړې دې هېواد ته د زیارت لپاره ورشي باید روغتیایي وضعیت یې ښه وي.

په نړۍ کې د کرونا وېروس له وجې د ګڼ شمېر نورو محدویتونو له وجې شپږ میاشتې وړاندې مکې مکرمې ته په ورتګ هم بندیز و، چې له امله سږ کال د حج مراسم هم سعودي عربستان ته بغېر د نورو وکړو له ورتګ ترسره شول.<!--/data/user/0/com.samsung.android.app.notes/files/share/clipdata_201004_085751_686.sdoc-->