حمدالله محب وایي پاکستان لا هم د طالبانو ملاتړ کوي

روهي (دوه نۍ/۱۳ د تلې)، د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار حمدالله محب تازه په یوه مرکه کې ویلې، چې پاکستان لا هم د طالبانو ملاتړ کوي او ددې ډلې له لورې د تاوتریخوالي کمښت ژمنه یې ریښتنې نه وه.

د نوموړي په وینا چې پاکستان لا هم دې ډلې ته امکانات ورکوي او هلته یې ددې ډلې د روزنې ځایونو ته اجازه ورکړې او ملاتړ یې کوي؛ دده په خبره ټول بندیان به خوشې کړي خو چې طالبان اوربند ته غاړه کیږدي.

محب ادعا کړې چې له بند د خوشي شوو طالبانو له ډلې ۵۸۰ کسه یې بېرته د جګړې ډګر ته ستانه شوي دي؛ نوموړي په دې برخه کې د کره اسنادو درلودو خبره کړې ده؛ دده په خبره حکومت د راتلونکو کالونو لپاره د امنیت د ټینګښت پلانونه جوړ دي او بریالی دی چې خپل کار ته دوام ورکړي.<!--/data/user/0/com.samsung.android.app.notes/files/share/clipdata_201004_074927_962.sdoc-->