سټیفانو پونټیکوروو په دوحه کې له معصوم ستانکزي سره کتلې دي

روهي (نۍ/۱۲ د تلې)، په افغانستان کې د ناټو ملکي استازي سټیفانو پونټیکوروو، نن د قطر په دوحه کې د افغان حکومت مذاکراتي ټیم له مشر معصوم ستانکزي سره کتلې دي.

نوموړي له معصوم ستانکزي سره د افغان سولې پروسې د پرمختګ او د تاوتریخوالي د کمولو په اهمیت خبرې کړې دي؛ پونټیکوروو زیاته کړې، ناټو په افغانستان کې د سولې او امنیت ملاتړ ته بشپړ ژمن دی.

په افغانستان کې د ناټو ملکي استازی داسې مهال دوحه کې له افغان مذاکره کوونکي پلاوي مشره سره ګوري، چې د افغانستان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد هم په دوحه کې دی او د دواړو ډلو ترمنځ د خبرو د ځنډ خبرونه ورکول شوې دي.
<!--/data/user/0/com.samsung.android.app.notes/files/share/clipdata_201003_193534_808.sdoc-->