تاړي یا وندونه یا د انکریزي ژبې ( Affixes) د ناخپلواکو مورفیمونو له ډلې څخه هغه نه ګردانېدونکي مورفیمونه دي؛ چې په یوازې توګه مانا نه لري بلکې له خپلواکو مورفیمونو سره د یو ځای کېدو په صورت کې یو نوی اشتقاقي جوړښت جوړوي، یوه نوې او ځانګړې مانا جوړوي.
تاړي تل ګرامري مانا لری؛ په ځانګړې توګه کومه مانا او د تصریفېدو قابلیت نه لري. تاړي تل د خپلواکو مورفیمونو په سر او پای پورې نښلي: چې ځینې وخت تاړي د خپلواکو مورفیمونو په منځ کې هم راځي.
تاړړي په دوه برخو ویشل شوي؛ چې ځینې یې پر درې برخو ویشي او په دې اند دي، چې په پښتوکې د مختاړو او وروستاړو سربېره منځتاړي هم شته.
مختاړي، مخګړ (pre Fixes): مختاړي چې پخوا د مخوند کلیمه هم ورته کاریدلې ده، هغه نا خپلواک او نه ګردانېدونکي مورفیمونه دي؛ چې دد خپلواکو مورفیمونو د ریښې تر مخه نښلي او یوه نوې مانا جوړوي. لکه: بې کاره، بې غېرته، هم فکره، کم عقل، نا کاره او ...
په پورته بېلګو کې بې، هم، کم او نا په ترتیب سره مختاړی دي. چې هر یوه له خپلواک مورفیم سره یوه نوې مانا جوړه کړې ده.
د پښتو ژبې مختاړي په درې ډ لګیو ویشل شوي دي.
۱ـ د نفې او نهې مختاړي: د نفې او نهې مختاړو په راتلو سره د کلیمې په مانا او بڼه کې بدلون راځي او یوه نوې مانا را منځته کوي. د نفې او نهې مختاړي اکثره وخت له فعلونو سره راځي.
په پښتو ژبه کې مه د نهې مختاړی دی.
کله چې د نهې مختاړی ( مه ) له خپلوواک مورفیم ( فعل ) سره یوځای راشي د نهې امر فعل جوړوي. لکه: مه خوره، مه کېنه، مه ځه، مه کوه او ...
د جمع په صورت کې یې بیا بڼه بدلون کوي، یعنې له جمع شکل څخه مفرد شکل ته اوړي. لکه په لاندې بېلګو کې:
مفرده بڼه جمع
مه خوره مه خورئ
مه کېنه مه کېنئ
مه ځه مه ځئ
او داسې نورې ډېرې بېلګې په دې برخه کې شته چې له مفرد شکل څخه د جمع په شکل کې بدلون کوي.
د نفې مختاړي: په پښتو ژبه کې د نفې مختاړی ( مه ) دی. کله چې دا مختاړی له یوه خپلواک مورفیم سره یو ځای شي معنوي بدلون پېښوي. د دې مختاړي په راوړلو سره د فعل مثبته بڼه په منفي بڼه بدلېږي او فعل د شخص او عدد له مخې ګردانېږي. لکه:
نه ځم
نه ځو
نه خورم
نه خورې
نه خاندي
نه خاندې
دا او دې ته ورته نورې بېلګې دي په دې برخه کې چې د فعل مثبته بڼه د نفې د مختاړي په واسطه په منفي بڼه اوړي.
د نفې د مختاړي په واسطه ځینې فعلونه د عدد له مخې هم بدلون مومي. لکه:
مفرد جمع
نه ځم ځو
نه خورې نه خورئ
اخځونه
۱ـ محبوب، محبوب شاه. ( ۱۳۹۶). پښتو ژبدود. جلال اباد: مومند خپرندویه ټولنه
وروستي