په سهار کې د سرکې د کارولو ګټې

موږ ډېر وخت له ځینې داسې ستونزو او ناروغیو سره مخ یو، چې د درملنې له پاره یې دمل نه شو موندلی یا هم د هغه مرض د درملنې له پاره ډېرې پیسې مصرفوو او ډاکټر ته ورځو؛ په داسې حال کې چې دا ناروغۍ د ځینې ساده څیزونو په خوړولو سره جوړیږي او درملنه یې کېږي. د مڼې سرکه هم هغه څه ده؛ چې په خوړولو سره یې د ډېرو نارغیو درملنه کېدای شي. 

که په سهار کې یو کاشوغه د مڼې سرکه د یو ګیلاس اوبو درېمې برخې ته ور واچوو، او بیا یې هغه کسان چې له خولې یې ډېر بد بوی ځي، د شلو ثانیو له پاره په خوله کې ونیسي او خپله خوله پرې و مینځي دا د خولې بد بوی به یې ورک کړي. 

د مڼې د سرکې خوړل په سهار کې د معدې (PH) کنترولوي او له معدې سره د موادو په هضمولو کې مرسته کوي. سره له دې د مڼې سرکه له هغو کسانو سره هم مرسته کوي؛ چې د معدې اسید یا تېزاب یې ډېر وي د هغو د معدې تېزاب کموي. 

په سهار کې د مڼې د سرکې کارول ایمیني سیستم تقویه کوي. دا چې یوه تروشه ماده ده او نه پریږدي، چې وجودو ته کوم مکروب داخل شي؛ هغه باکتریاوې مخکې له دې چې په وجود کې د ریزش او ټوخي لامل شي له منځه وړي، چې د وجود د دفاعي سیستم یوه برخه ګرځي. 

په سهار کې د مڼې د سرکې دوه کاشوغې خوړل له اوبو سره د وینې د غوړو یا قندونو د کنترولولو لامل کېږي. پر دې سربېره د مڼې سرکه د وجود د انرژي تقویت هم کوي او وجود ته مناسبه انرژي برابروي. 

له ځینو سره دا پوشتنه پیدا کېږي؛ چې ایا د مڼې سرکه د سهارني پر ځای وخورو او که یې له سهارني سره یو ځای وکاروو؟ که داسې وکړو معدې ته زیان نه لري؟ دا خو یوه تروشه ماده ده. 

په دې برخه کې غوره لار دا ده، چې یوه کاشوغه سرکه یو لیتر اوبو ته ور واچوئ او هغه د ورځې له خوا درې ځلې و څښئ. او په همدې ډول د سرکې خوړل زیات کړئ.
 
د خېټې د مړولو او انرژي د اخیستلو له پاره غوره دا ده، چې په اوبو کې اچول شوې سرکه یو ساعت مخکې له سهارني څخه وڅښئ؛ کولای شئ چې، له سهارني سره یو ځای یې هم و څښئ خو غوره دا ده، چې له سهارني څخه یو سات مخکې و څښل شي. 

د مڼې سرکه تېزابي خاصیت لري، نو ځکه هغه ښه په اوبو کې حل کړئ او بیا یې وڅښئ؛ تر څو ستوني، د معدې دیوالواو د غاښونو مینا ته زیان و نه رسوي. 

له سرکې سره شات هم اچولای شئ، له چای سره یې هم خوړلی شئ، خو صبر وکړئ، چې چای مو ښه یخ شي او بیا یې په چای کې و څښئ. پر دې سر بېره د مڼې سرکه له خپلو خوړو سره هم خوړلی شئ، لکه سوپ سره د دې تر څنګ د مڼې سرکه ترکارۍ سره هم خوړړلی شئ او خوړل یې تاسې ته ګټې رسوي. 
ژباړه: شبانه پوپلزۍ